ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

کابل کې په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

author avatar
30 Jan 2021 - 13:21
کابل کې په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي
author avatar
30 Jan 2021 - 13:21

لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۱١ سلواغه ۹۹): د کابل پولیس وایي، د دغه ښار په څلورمه او پنځمه ناحیو کې په دوو جلا چاودنو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغو چاودنو د تایید ترڅنګ وویل چې نن سهار شاوخوا اته بجې او پنځوس دقیقې د پنځمی ناحیې اړوند د کمپنۍ پله سیمه کې پر یوه رينجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.

دغه راز هغه وویل چې دویمه چاودنه هم نن سهار نهه بجې او ۴۰ دقیقې د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان په ساحه کې وشوه.

هغه زیاته کړه چې په یاده ساحه کې پر یوه کرولا موټر د چسپکې ماین چاودنه شوې چې له امله یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د پېښی ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په اړه یې د ګډو ځواکونو څېړنې روانې دي.

د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسی حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د چسپکي ماینونو چاودنی ډېرې شوې چې ډېرو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.