ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: موقت حکومتونه د کورنيو جګړو لامل شوي

ولسمشرغني: موقت حکومتونه د کورنيو جګړو لامل شوي

author avatar
30 Jan 2021 - 11:43
ولسمشرغني: موقت حکومتونه د کورنيو جګړو لامل شوي
author avatar
30 Jan 2021 - 11:43

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنيو جګړو او وينې توېیدو لامل شوي ‌دي.

له ارګ څخه د سلواغې په ١١مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې پرون تر ماښام وروسته د امريکا اسپن امنيتي مجمع په يوه غونډه کې د ويډیو کنفرانس له لارې په خپلې وينا کې وکړې.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر په دې وينا کې د افغانستان د شته ننګونو، بهرني سیاست او ملي امنیت اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د بېلابېلو مسایلو د کارپوهانو، ديپلوماټانو او سیاستوالو په ګډون د امریکا متحدو ایالتونو د دولت مخکېنیو ملکي او نظامي مقاماتو او اغېزناکوشخصیتونو او همداراز د ان بي سي تلوېزیوني شبکي خبریالې پوښتنو ته ځواب ووايه.
ولسمشر اشرف غني د موقت يا لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په اړه وويل چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

هغه د افغانستان د شخړې د نويمې زيږديزې لسيزې کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې توېیدو لامل شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي چې له يوه پلاوي سره يې روسيې ته سفر کړى، پرون يې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د سولې لپاره بايد اشرف غني استعفا وکړي، ‌خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اساسي قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.

ولسمشر اشرف غني په خپلو څرګندونو کې پر طالبانو نيوکه وکړه چې يواځې پلمې لټوي او د سولې خبرې نه کوي.

هغه وویل، که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي نو هره ترهګره ډله به دلته راوکوچیږي.

نوموړي زیاته کړه: «هغوی (طالبانو) د سولې تړون لاسلیک کړ. دا تړون باید عملي شي. امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.»

ولسمشر غني وايي، طالبان لا هم له سولې سره اجتماعي شوي نه دي: «د طالبانو قوماندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده. د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.»

هغه وویل چې افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې تاوتريخوالى ختم کړي، چمتو دی او طالبان هم باید اماده وي.

ولسمشر غني وویل چې د امریکا نوې اداره به يو ټيم کابل ته استوي او د ويډيو کنفرانس له لارې به هم خبرې کوي چې «څنګه د سولې بهیر» چټک کړل شي.

هغه پر طالبانو نيوکه وکړه چې د سولې د بهیر او خبرو د پر مخ بیولو پر ځای دا مفکوره عاموي چې دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته ماتې ورکړې او امریکا او ناټو په تېښته دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که طالبان دا فکر کوي چې د تاوتريخوالي له لارې به بریالي شي، نه کیږي.

ولسمشر غني په دغه بحث کې د افغانستان د بهرني سیاست اړوند مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سولې او راتلونکي، له افغانستانه بهر د طالبانو د خوندي پټنځایونو ستونزې، د نشه یي توکو د ننګونو، د سولې لپاره د مشخصې اجنډا ترتیب د اړتیا، د روان تاوتریخوالي ختمولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو، په سولې مذاکراتو کې د معناداره ګامونو اخیستلو، د وروستیو دوو لسېزو ارزښتونو د ساتنې او د امریکا متحدو ایالتونو له نوې ادارې څخه د افغانستان دولت او خلکو د هیلو په اړه، خپل لیدلوری بیان کړ.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.