Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سعودي له زندانونو ٩٨ افغانان خوشې او هېواد ته راولېږدول شول

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دسعودي عربستان  له زندانونو څخه ٩٨ افغانان خوشې او هېواد ته را ولېږدول شول.

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١١مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغانان د وېزې او اقامې د نه لرلو له امله د سعودي د پوليسو له خوا په بېلا بېلو سيمو کې نيول شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې دوى د سعودي عربستان په بېلا بېلو زندانونو او توقيف خونو کې بنديان وو، چې په جده کې د افغانستان د قونسلګرۍ  د هڅو په پايله کې خوشې او پرون په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته په وړيا توګه را ولېږدول شول.

د يادونې ده چې درې اوونۍ مخکې هم ٣٤٩  افغانان د سعودي له زندانونو خوشې او هېواد ته را لېږدول شوي وو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د روان کال له زمري مياشتې راهيسې تر اوسه په جده کې د افغانستان د جنرال قونسګرۍ په هڅو ٢١٦٤ افغانان د سعودي له زندانونوڅخه را خوشې او په وړيا توګه هېواد ته را لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت له سعودي څخه په دې برخه کې د همکاريو له امله مننه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.