ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 امريکا او پاکستان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

 امريکا او پاکستان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
30 Jan 2021 - 13:47
 امريکا او پاکستان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي
author avatar
30 Jan 2021 - 13:47

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دواړو غاړو د ځینو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امريکا او پاکستان د همکاريو په ارزښت خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې بلینکن او قریشي همدغه راز د سیمې د ثبات او دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو په اړه د همکاریو په ارزښت هم وغږېدل.

د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير بلینکن تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ سره هم په ټیلېفون کې خبرې کړې وې او هغه ته یې ویلي و چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون ارزونه به کوي.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د سولې راوستلو، د ټولو دخیلو غاړو ترمنځ د یو تفاهم رامنځته کېدو او یوه دایمي اوربند په اړه هم ټینګار کړی دى.

بلخوا د پاکستنان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي بلينکن ته په افغان سولې پروسه کې د همکاريو ډاډ ورکړى دى.

قريشي ويلي، دوى تراوسه په افغان سولې پروسه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په برخه کې همکاري کړې او له دې وروسته يې هم کوي.

Views: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.