ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحيد عمر: طالبان د سولې اوسنیو خبرو ته لېوالتیا نه لري

وحيد عمر: طالبان د سولې اوسنیو خبرو ته لېوالتیا نه لري

author avatar
30 Jan 2021 - 17:15
وحيد عمر: طالبان د سولې اوسنیو خبرو ته لېوالتیا نه لري
author avatar
30 Jan 2021 - 17:15

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د عامه او ستراتيژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وایي، دوی چمتو دي د سولې بهیر کې قرباني ورکړي، خو په دې شرط چې سوله له ډيموکراټيک بهیر او په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د مشر ټاکلو باندې پای ومومي.

نوموړي دغه خبرې، نن (شنبه) کابل کې د خبري غونډې پر مهال وکړې.

د سولې بین الافغاني خبرو دویم پړاو د مرغومي په ١٧مه پیل شوی، په دغه پړاو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو درې ناستې کړې دي، خو د راپورونو له مخې تر ډېره یې تعارفي بڼه لرله او تر اوسه یې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د عامه او ستراتيژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وویل، شل کاله کېږي چې د افغانستان خلکو قرباني ورکړې او حکومت د سولې راوستلو لپاره زیات ګامونه پورته کړي دي، خو د مذاکراتو له دویم پړاوه دوه اوونۍ تېرېږي چې مقابل لوری دغو مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

ده زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د سولې بهیر کې قرباني ورکړو، خو په دې شرط چې بالاخره سوله له ډيموکراټيک بهیر او په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د مشر ټاکلو باندې پای ومومي.»

ده همدا راز وویل، د سولې لپاره ملي اجماع، نړیواله اجماع او نسبي سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده او ټول د طالب له لوري د جګړې د درېدو او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان یې نه مني، له دې ښکاري چې څوک د سولې مخالفت کوي.

د هغه په خبره، طالبان د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لري، نورو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي او دغه ډله باید د افغانستان اوسني شرایط درک کړي او تېرې طرحې دې نه مطرح کوي.

د ده په وینا، طالب د حکومت له خوا د سولې لپاره د هر ګام اخيستو په مقابل کې شرطونه اضافه کوي او له نورو هېوادونو څخه ګواښونه کوي.

ده وویل، هر هغه سوله چې د څو کسانو په خوښه رامنځته شي، تلپاتې سوله نه ده، طالبان باید د جګړو قربانیانو افغانانو ته ضمانت ورکړي او له افغانستان څخه بهر هیڅوک د افغانانو استازیتوب نه کوي.

د یادونې ده چې د سلواغې په نهمه د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټیم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي چې له یوه پلاوي سره روسیې ته تللی و. پرون (د سلواغې په لسمه) یې په مسکو کې د خبري غونډې پر مهال وويل، که ولسمشر اشرف غني واک پرېږدي، دوی چمتو دي چې د یوه نوي اسلامي حکومت لپاره سوله وکړي.

د هغه دغو خبرو د حکومت سخت غبرګونونه را پارولي او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم نن ویلي و چې موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنا لري.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.