Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او لغمان کې د عباس ستانکزي د وروستيو نظام ضد څرګندونو په غبرګون لاريونونه وشول

جلال اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): د ننګرهار او لغمان سلګونه اوسېدونکو د وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او د قطر دفتر د مرستیال عباس ستانکزي د وروستيو څرګندونو په غبرګون او د جمهوريت پر ملاتړ لاريونونه وکړل.

دوی وويل، نظام د ولس دی، جمهوريت د ولس دی، د ولس په وينو ساتل شوی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د جمهوريت او نظام پر سر معامله وکړي.

دغو لاريونوالو د ولسمشر د استعفا غوښتنه، د جمهوري نظام د بدلون غوښتنه او د سولې پر وړاندې ورته نورې غوښتنې د پاکستان هغه غوښتنې يادې کړې چې د دوی په خبره، تېر کې يې د ډاکټر نجيب په مشرۍ حکومت هم په همداسې خبرو ړنګ کړ.

ننګرهار کې د ژمن ټولنيز بنسټ غړي د دغه ولايت د ولايتي شورا مخې ته ورټول شوي وو او د سوله ييز لاريون پرمهال يې عباس ستانکزی د پاکستان د استخباراتي شبکې لاسپوڅی ياد کړ.

د لاريون تنظيموونکي جلال يعقوبي وويل، له ياد لاريون څخه يې موخه د جمهوريت ملاتړ او د عباس ستانکزي د وروستيو جمهوريت ضد څرګندونو غندل دي.

د دغه لاريون ګډونوال انورالحق يرغل وويل، جمهوريت د ولس حق دی، افغانانو يې د پايښت لپاره قربانۍ ورکړي او هېچا ته حق نه ورکوي چې د جمهوريت پر سر معامله وکړي او د خپلو ګټو په خاطر داسې حکومت رامنځته کړي چې د افغانستان پر ځای يې نورو ته ګټه ورسېږي.

دغه راز يو بل ګډونوال شفق غيرتمل وويل، جمهوريت د خلکو دی، له يو شخص سره موجود زړه بدی دې د جمهوريت په زيان نه تماموي او وايي، عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې په خپله خوله نه دي کړي او هغه يې د پاکستان د استخباراتي شبکې لاسپوڅی ياد کړ.

بلخوا د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو لسګونه اوسېدونکو د یوې غونډې او لاریون په ترڅ کې د نظام، اساسي قانون او جمهوریت ملاتړ وکړ او ټولې هغه ډلې یې وغندلې چې د افغانستان د نظام او جمهوریت خلاف څرګندونې کوي.

د لغمان یوه قومي مشر شامرد خان په خپلو خبرو کې وویل، دوی هیڅ ډول چاته د دې اجازه نه ورکوي چې د نظام او جمهوریت خلاف څرګندونې وکړي.

نوموړي وویل، د افغانستان اوسنی نظام بشپړ اسلامي دی، د ولس په خوښ رامنځته شوی او جمهور رئیس هم د ولس په رایه ټاکل شوی دی.

د دې غونډې ویناوالو په خپلو خبرو کې د وسله والو طالبانو د استازي عباس ستانکزي د څرګندونو خلاف غبرګون وښود، دوی د جمهوريت او اوسني نظام دفاع، د سولې غوښتنه او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.

دوی دغه راز د سوله يیز لاریون په ترڅ کې په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه افغان وژنه او د هېواد ورانول دي او ژر تر ژره دې طالبان دا ورور وژنه بس کړي.

د محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوي چې روسيې ته يې سفر کړی، هلته يې په خبري ناسته کې ويلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې (يوازينی خنډ) دی او که بين الافغاني مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، نو نوی اسلامي حکومت به رامنځته شي او د اشرف غني حکومت له منځه ځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.