ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک په شخصي لګښت شل کیلومتره سړک جوړوي

د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک په شخصي لګښت شل کیلومتره سړک جوړوي

author avatar
1 Feb 2021 - 15:12
د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک په شخصي لګښت شل کیلومتره سړک جوړوي
author avatar
1 Feb 2021 - 15:12

غزني ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٩): د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت د ٢٠ کيلومتره سړک جوړولو هلې ځلې پيل کړي چې په بشپړېدو سره به يې دغه ولسوالِ له زابل او اروزګان ولايتونو سره ونښلول شي.

د جاغوري اوسېدونکي وايي چې د ياد سړک جوړولو لپاره يې لومړى په غزني، اروزګان او زابل ولايتونو کې د يوه کمپاين له لارې پیسې ټولې کړې او بيا يې پر سړک کار پيل کړی دی.

د يادې پروژې مالي مسوول نثاراحمد شېرزاد د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد سړک جوړېدو لپاره تر اوسه ١،٥ ميليونه افغانۍ ټولې شوې دي.

دى وايي: ((زموږ پر عمومي لار طالبانو ماينونه خښ کړي، موږ لار نه درلوده، حکومت هم راته لار نه جوړوله، مجبور شوو چې خپله ځان ته لاره جوړه کړو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوى د شل کيلومتره سړک جوړولو هلې ځلې پيل کړې چې تر اوسه يې د ١٢ کيلومتره چارې بشپړې شوې دي.

ده وويل چې د دغه سړک په جوړولو کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم کار کوي څو  ژر بشپړ شي.

دى وايي: ((کله مو چې لار نه درلوده، نه مو روغتون ته لاسرسى درلود او نه مو هم بازار ته، خو اوس د دغه سړک په جوړېدو سره به د جاغوري مرکز له غزني ښار، اروزګان او زابل ولايتونو سره وصل شي چې زموږ ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.))

دغه راز محمد اسحاق چې د یاد سړک جوړولو په برخه کې کار کوي، پژواک ته وويل چې خلکو د دغه سړک جوړولو لپاره خپل څاروي او د کور نور وسايل پلورلي دي.

ده وويل، د ولسوالۍ ټول خلک يې کوښښ کوي چې هر څو ژر د دغه سړک جوړېدو چارې بشپړې شي.

د ياد سړک يوې کارکوونکې ارزو پژواک ته وويل چې د سړک د چارو بشپړېدو لپاره يې د کور څاروي پلورلي دي.

هغې وويل: ((هم مو د سړک لپاره پيسې پيدا کړې او هم د سړک جوړېدو لپاره کار کوو، که خلک وغواړي هر څه کولاى شي.))

د دغو کسانو د معلوماتو له مخې، پر سړک د جغل اچونې چارې يې پنځه مياشتې مخکې پيل کړې او که چېرې ډېرې مرستې ټولې کړي نو د پخولو تکل يې هم کوي.

په دې اړه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل، حکومت خبر دى چې خلکو د ياد سړک جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه وايي، دغو خلکو تر اوسه ١٢ کيلومتره سړک هوار کړى او هم يې جغل پرې اچولى دى.

ده وويل چې سيمه ييزه اداره به هم د ياد سړک جوړولو په برخه کې تر خپله وسه له يادو خلکو سره مرسته وکړي.

د يادونې ده، جاغوري د غزني له امنو ولسواليو شمېرل کېږي او تر ډېره یې اوسېدونکي زده کړو ته هم لاسرسى لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.