Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دارالمعلمينونو ښوونکو د ولسي جرګې مخې ته لاريون وکړ

د دارالمعلمينونو ښوونکو د ولسي جرګې مخې ته لاريون وکړ

author avatar
1 Feb 2021 - 15:39
د دارالمعلمينونو ښوونکو د ولسي جرګې مخې ته لاريون وکړ
author avatar
1 Feb 2021 - 15:39

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٩): د دارالمعلمينونو ښوونکو د ولسي جرګې مخې ته د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې دارالمعلمينونه دې د ليسانس تر کچې لوړ او (د ښوونکو روزنې عالي انسټيټیوټ) په نوم دې يوه نوې اداره رامنځته شي.

دغه ښوونکي نن (دسلواغې ۱۳مه) د ملي شورا مخې ته د خلکو پر مخ سړک هم تړلی و.

د فردين بهاوي په نوم يو استاد وويل،پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې سکتور د ښه کېدو لپاره ځانګړې طرحه نه لري او پروژه يي طرحې عملي کوي.

هغه زياته کړه، د پوهنې وزارت ته يې د ښوونې او ښوونکو د زده کړو ظرفيت لوړولو لپاره يې دوه طرحې ورکړې چې يوه يې هم نه ده عملي شوې.

ده د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د ښوونې او روزنې پوهنځۍ او دارالمعلمينونو د يو ځای کېدو او د يوې نوې ادارې موضوع دې په ولسي جرګې په راتلونکې ناسته کې په اجنډا کې شامله کړي.

دغه راز د همايون خويشکي په نوم يو بل تن استاد وويل، دارالمعلمينونو کې دا ظرفيت شته او کولی شي چې د ليسانس تر کچې محصل فارغ کړي.

د نوموړي په وينا، د دارالمعلمينونو او د ښوونې روزنې پوهنځي بايد يو ځای شي ځکه چې دغه ښوونکي کولی شي چې په مرکز او ولايتونو کېد  ښوونې او روزنې پوهنځي ته د ليسانس تر کچې زده کړې ورکړي.

هغه د لوړو زده کړو له وزارته هم وغوښتل چې په مرکز اوولايتونو کې  د قراردادي استادانو پر ځای دې کادري استادان چې تجربه هم لري وګوماري.

دغه راز په ياد لاريون کې د استاد سباوون په نوم يوه استاد وويل چې دارالمعلمينونه دې (د ښوونکو د روزنې عالي انسټيټیوټ) په نوم د ليسانس تر کچې پورته شي.

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت تر سيوري لاندې دې د مرکز او ولايتونو د ښوونې او روزنې پوهنځۍ او دارالمعلمينونو بايد يو خای شي.

دده په وينا، که حکومت يې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ياد لاريون ته د ولسي جرګې په استازيتوب راغلو استازو (عبدالقادر قلاتوال، نوريه حميدي، مهدي راسخ) ډا‌ډ ورکړ او ويې ويل چې د دوی غږ به تر مسوولو کسانو ورسوي.

خو د پوهنې وزارت ويانده نجيبه ارين وايي چې د پوهنې وزارت په نويو تشکيلاتو کې د يادو ښوونکو کاري ساحه پراخه شوې ده. نوموړې پژواک ته وويل، ددې ترڅنګ چې دوی په مرکزونو کې زده کړې ورکوي په ښوونځيو کې به هم په دندو وګمارل شي. هغې وويل يادو ښوونکو ته ډا‌ډ ورکوو چې له دوی سره به هېڅ ډول دوه ګونی چلند نه کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.