کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځ راکټي بریدونه په کلکه وغندل.
د کونړ والي پرون ويلي وو، چې پاکستانيو ځواکونو ددې ولايت پر شلتن ولسوالۍ تر ٥٠ زيات راکټونه توغولي چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د استوګنې پر سيمو د پاکستاني پوځ راکټي بریدونو، د خلکو امنیت او آرامتیا زیانمنه کړې او ډېر زیات مالي زیان یې اړولي.
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې دغه بریدونو ژر تر ژره ودروي او له تکرار څخه یې په کلکه مخنیوی وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې راکټي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه پر پیل شويو هڅو ناوړه اغېز کوي.
سرچينې ويلي، دې ډول بریدونو دوام به د افغانستان له غبرګون سره مخامخ شي چې په هغه حالت کې به پاکستان د پایلو مسوول وي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دوامداره توګه د دوه اړخیزو همکاریو د موجوده میکانیزمونو له لارې د ستونزو د حل اړتیا باندې ټینګار کړی او د تاوتریخوالي د راپورته کیدو او خپریدو څخه د مخنیوي غوښتنې کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP