ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین دی

غني: د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین دی

author avatar
3 Feb 2021 - 17:29
غني: د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین دی
author avatar
3 Feb 2021 - 17:29

کابل(پژواک، ۱۵ سلواغه۹۹): ولسمشر غني وايي، د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین دی او دوی د “وړاندوینې وړ سولې پروسې” او اساسي مشارکت پر لور د حرکت په حال کې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو، د بحران مدیریت او اضطراري حالاتو ته د ځواب ویلو کمېسیون غړي یانس لېنارچیچ په مشرۍ د اروپایي ټولنې له پلاوي سره په کتنه کې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني وویل چې دوی د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین دي او دوی د وړاندوینې وړ سولې پروسې او اساسي مشارکت پر لور د حرکت په حال کې دي.

دی وايي:”په دوحه کې د سولې پروسه دوام لري او ترڅنګ یې باید د اروپایې ټولنې په ګډون ټولو دخیلو لوریو سره په دې اړه کار وشي او په نږدې راتلونکي کې به د ناټو دفاع وزیرانو کنفرانس په دې موضوع په هر اړخیز ډول کار وکړي.”

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو، د بحران مدیریت او اضطراري حالاتو ته د ځواب ویلو کمېسیون غړي یانس لېنارچیچ په یاده لیدنه کې وویل چې ټولنه یې د سولې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو ستاینه او ملاتړ کوي.

ده افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاتوي:”د سولې په خبرو کې شرط باید د اوربند ټینګښت وي.”

هغه وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې زیاته کړه چي دغه بریدونه پر افرادو نه، بلکې پر ارزښتونو او د قانون حاکمیت بریدونه دي او دوی د خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي افغانستان غوښتونکي دي.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.