کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٩): د امریکا کانګرېس په غوښتنه جوړ شوي راپور کې له نوي ولسمشر جوبایډن څخه غوښتل شوي چې له افغانستانه د سرتېرو ایستو بهیر ورو کړي.
د امريکايي رسنيو خبر له مخې، په دغه راپور کې راغلي چې د جو بایډن حکومت باید د مې تر میاشتې د امریکايي سرتېرو ایستو نېټه یوې خوا ته کړي او یوازې په افغانستان کې د امنيتي حالت ښه کېدو په صورت کې دې سرتېري وباسي.
د يادونې ده، په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې، له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه بايد د روان ٢٠٢١ کال تر مې پورې ووځي.
خو د افغانستان حالاتو څېړنې ډلې خبرداری ورکړى چې له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي.
دغه ډله چې په تېر ډسمبر میاشت کې د کانګرېس له خوا د کیلي ایوټ، ننسي لیندبورګ او جنرال جوزف ډنفورد په غړيتوب د افغانستان د حالت څېړنې لپاره جوړه شوه، زیاتوي چې که امریکايي ځواکونه په بېړه ووځي نو ښايي چې کورنۍ جګړې رامنځته شي.
جنرال ډنفورډ پخوا په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان پاتې شوى دى.
د سولې راتلو په شرط له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د سولې بهیر د پای روښانه کېدوـ دا چې په دغه هېواد کې به څه ډول نظام رامنځته کېږي، د سولې بهیر لپاره د سیمه ییز ملاتړ جلب، د افغانستان اوسني دولت ته د امریکا ژمنتیا او د سولې بهیر بریالیتوب د دغه اته اتیایم راپور له وړاندیزونو دي.
په همدې حال کې د دې ډلې غړي جنرال جوزف ډنفورډ خبرداری ورکړی چې که امریکايي سرتېري له افغانستانه په بېړه وایستل شي، ښایي د دغه هېواد نظام ړنګ شي او د سیمې لپاره به “منفي پایلې” ولري.
د ډنفورډ په خبره، ښایي د امریکا متحده ایالتونو ته له افغانستانه ګواښونه ډېر شي.
د افغانستان د حالاتو څېړنې ډلې راپور کې راغلي چې د سولې خبرو “د منلو وړ پایلې” لپاره باید دغه بهیر ته کافي وخت ورکړل شي او د دغه کار لپاره باید د سرتېرو ایستلو نېټې غځولو لپاره فوري ډيپلوماتیکې هڅې پیل شي.
د یادې ډلې راپور کې دغه راز راغلي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، همداراز یې د افغانستان له حکومته هم غوښتنه کړې چې د سولې له بهیره په ښه نیت سره ملاتړ وکړي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن