Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناټو: په افغانستان کې روان تاوتريخوالى او هدفي وژنې څارو

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٩): د ناټو سرمنشي وايي چې دوى په افغانستان کې روان تاوتريخوالى او هدفي وژنې په دقيق ډول څاري او د دفاع وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن (د سلواغې ١٦مه) په بروکسل کې د بلجيم له لومړي وزير ډيکرو اليګزنډر سره په يوې ګډې خبري غونډه کې وکړې.

هغه د بلجيم له حکومت او خلکو مننه وکړه چې له تېرو ٥٠ کلونو راهيسې د ناټو سازمان کوربه توب کوي.

د ناټو سرمنشي وويل چې بلجيم هم په افغانستان کې د ناټو روزنې ماموريت چې د ترهګرۍ ضد د افغان ځواکونو روزنه ده، غړيتوب لري.

سټولټنبرګ وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د  ناټو افغان ماموريت ارزول کېږي او په افغانستان کې د راتلونکي په اړه به پرېکړه کوي.

ده زياته کړه: ((موږ د افغانستان په اړه په يوه معما کې راګير يو، يا به وځو او يا به پاتې کېږو، موږ حالات په ډېر غور سره ارزيابي کوو.))

د هغه په وينا، دا هم کتل کېږي چې ايا طالبان د دوحې تړون پر ټولو مادو عمل کړى او که نه.

د ناټو سرمنشي وايي، که چېرې دوى ووځي، نو په افغانستان کې شته لاسته راوړنې له منځه ځي او که پاتې کېږي، نو بيا جګړه تېزېږي.

هغه وايي، د ناټو ټولو متحدينو ته يې پيغام دا دى، لکه څنګه چې يو ځاى افغانستان ته تللي دي، بايد يو ځاى ترې ووځي.

سټولټنبرګ طالبانو ته په خپل  پيغام کې ويلي چې د دوحې تړون ژمنې عملي کړي؛ د القاعده په ګډون دې له نړيوالو ترهګرو اړيکې پرې او تاوتريخوالي راکم کړي.

ده زياته کړه: ((موږ ګورو چې په افغانستان کې تاوتريخوالى ادامه لري، بريدونه کېږي، پر ژورنالېستانو، مدني فعالانو او نورو بريدونه زيات شوي چې د ناټو لپاره د ژورې اندېښنې وړ دي.))

د هغه په وينا، دغو حالاتو ته په کتو سره ناټو هم دقيقه ارزونه کوي او د دفاع وزيرانو په غونډه کې به يې په اړه په ګډه پرېکړه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.