Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې ١٦سرتېري وژل شوي

کندز(پژواک،۱۷سلواغه۹۹): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د ملي امنيت د مفرزه قطعې ١٦ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي د سلواغې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې پر  پوستې بريد وکړ.

د هغه په خبره، چې د دغه بريد په ترڅ کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې ١٦سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان او دوه نور لادرکه دي.

د سرچينې په خبره، چې په دغه پېښه کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د خان اباد يوه اوسېدونکي عزيز پژواک ته وويل:((تېره شپه د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ډېره شديده جګړه وه چې امنيتي ځواکونو ته د مرستې نه رسېدو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .))

هغه زياته کړه چې که د ولسوالۍ امنيتي وضعيت ته جدي پام ونه شي وضعيت به له دې نور هم خراب شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.