کندز(پژواک،۱۷سلواغه۹۹): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د ملي امنيت د مفرزه قطعې ١٦ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي د سلواغې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې پر پوستې بريد وکړ.
د هغه په خبره، چې د دغه بريد په ترڅ کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې ١٦سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان او دوه نور لادرکه دي.
د سرچينې په خبره، چې په دغه پېښه کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د خان اباد يوه اوسېدونکي عزيز پژواک ته وويل:((تېره شپه د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ډېره شديده جګړه وه چې امنيتي ځواکونو ته د مرستې نه رسېدو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .))
هغه زياته کړه چې که د ولسوالۍ امنيتي وضعيت ته جدي پام ونه شي وضعيت به له دې نور هم خراب شي.
Views: 498
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن