Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د دهلې بند پروژې کارونه دې ژر پيل شي”

کندهار (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د کندهار ښار او بېلابېلو ولسوالیو لسګونو ځوانانو، مدني فعالانو او مشرانو د هېواد د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د لوی رییس انجنیر خان محمد تکل هڅې وستایلې او د دهلې بند پروژې کارونو د ژر پیل غوښتنه یې وکړه.

غونډه نن (د سلواغې ۱۸مه) د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عبدالقدیم پتیال په تالار کې جوړه شوې وه.

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري د هېواد په کچه د پراختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې د لوی رییس انجنیر خان محمد تکل کړنې وستایلې.

هغه وویل، اوبه د هېواد ابرو ده او د مهارولو لپاره یې باید ټولې هڅې وشي.

د غونډې تنظیموونکي او د پیوند مدني ټولنې مشر حکمت الله صلحي وویل، نننۍ غونډه په دې موخه جوړه شوې چې د هېواد یو رښتینی خدمتګار په ژوندیني وستایل شي او له ملي پروژو څخه ملاتړ وشي.

هغه زیاته کړه، خان محمد تکل د اوبو د تنظیم ملي ادارې د رییس په توګه د اوبو مهارولو په موخه د بندونو په جوړولو کې پراخې هلې ځلې کوي چې ولس یې منندوی دی.

د ده په خبره، نور کندهاري ځوانان پر یوه ټغر راټول او یوه خوله شوي، موږ به د خپلو حقوقو دفاع کوو او د هغو خلکو ملاتړ کوو چې د ولس لپاره کار کوي.

نوموړي د ټولو په استازولۍ غوښتنه وکړه چې په سوېلي زون کې دې د ټولو هغو بندونو چارې پیل شي چې حکومت یې په تېر کې د جوړولو ژمنې کړي دي.

هغه د کندهار په شاولیکوټ کې د دهلې بند، د ارغستان د لوړې بند، د ښورابک د لوړې بند، د سپين بولدک د رباط بند، د هلمند د کجکي بند، د اروزګان د اغا جان بند او د زابل د تورې بند د جوړولو د چارو د ژر پيلېدو غوښتنه وکړه.

د کندهار ولایت د ارغنداب سیند فرعي حوزې رییس انجنیر توریالي مجبوبي غونډې ته د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د رییس د پيغام وړاندې کولو تر څنګ د دهلې بند او نورو پروژو اړوند معلومات ورکړل.

هغه وویل، د دهلې بند جوړولو لپاره د اسیا پراختیايي بانک په مرسته بودجه منظور شوې ده، خو ستونزه د استملاک ده، په دې برخه کې ډېر کار شوی چې تر بشپړېدو وروسته به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ارغستان د لوړې بند د ډیزاین قراداد لاسلیک شوی او چارې به یې ژر پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې په لسګونو نورې د کانالونو، کارېزونو، چکډیمونو او استنادي دېوالونو جوړولو پروژې پيل شي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، د دهلې بند د پروژې چارو د ژر پیلولو په موخه د استملاک په برخه کې د شته ستونزو پر حل کار روان دی او والي په خپله دغه چاره له نږدې تعقیبوي.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، د دهلې بند پروژه د دغه ولایت لپاره حیاتي ارزښت لري او پر وړاندې یې ټولې ستونزې باید ژر حل  شي.

د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

د دهلې بند پر ټوله پروژه ۴۸۴ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوي دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

چارواکي وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دغه ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

څو کلونه مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا متحده ايالتونو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت ترسره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.