Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار کروندګرو: له بهره پر را واردېدونکو سبزيجاتو دې تعرفه لوړه شي

جلال اباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت کروندګر وايي، پر هغو سبزيجاتو دې ګمرکي تعرفې لوړې شي چې له ګاونډيو هېوادونو را واردېږي؛ ځکه د همدغو سبزيجاتو له امله د دوی د سبزۍ نرخونه ټيټ شوي دي.

کروندګر وايي، دوی پر سبزيجاتو په مياشتو خواري کوي خو کله چې حاصل ته ورسېږي، له ګاونډيو هېوادونو په ارزانه بيه راوړل کېږي او د دوى توليدات بيا بازار نه لري.

کروندګر وايي، که دا ستونزه حل نه شي نو کروندګر به د سبزيجاتو له کرلو لاس پر سر شي چې بيا به يې زيان نه يوازې ننګرهار، بلکې د نورو ولايتونو خلکو ته هم ورسېږي.

ننګرهار چې يو کرنيز ولايت دی، کامه، ګوشته، بهسودو، سره رود، رودات، بټي کوټ او يو شمېر نورې ولسوالۍ يې د سبزيجاتو ډېر حاصلات لري چې پر دغه ولايت سربېره کابل او ځينو نورو ولايتونو ته انتقالېږي.

خو د دغو سيمو بزګران شکايت کوي، کله چې د دوی فصلونه حاصل ورکړي، په همدغه وخت له ګاونډ پاکستانه په ارزانه بيه سبزيجات راځي چې د نرخونو ټيټوالي له امله دوی خپل لګښت هم نه پوره کوي.

د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر او قومي مشر ملک محبت خان وايي، له يوې خوا د تخمونو، سرې او نورو اړوند توکو ګرانوالی او له بلې خوا د فصل رسېدو وخت کې د نرخونو ټيټوالی هغه څه دي چې کروندګر يې د سبزيجاتو نه کرلو ته مجبور کړي دي.

دی وايي، يو کروندګر څو مياشتې په يوه فصل تېرې کړي خو کله چې حاصل ته ورسېږي، له پاکستانه ارزانه سبزي راشي او د کروندګر خواري پر سيند لاهو کړي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ يو کروندګر حاجي دهقان وايي، که پر پاکستاني سبزيجاتو چې د تورخم له لارې راځي، ګمرکي تعرفې لوړې نه شي نو کروندګر به د سبزيجاتو کښت پرېږدي.

دی اندېښنه لري چې اوس هم ډېرې کرنيزې ځمکې کروندګرو له مجبورۍ خرڅې کړې او د اوسېدو کورونه په کې جوړ شوي دي.

دغه راز د بټي کوټ ولسوالۍ يو کروندګر مشال حليمي هم ورته شکايت لري او وايي، کله چې تخمونه، سرې، کرنيز درمل او کرنيز وسايل له پاکستان راوړل کېږي، ګمرکي تعرفې يې لوړې وي خو پر سبزيجاتو کمه ده چې دواړه چارې د بزګرانو پر زيان دي.

د ننګرهار ولايتي شورا يو غړی اصحاب ولي مُسلم هم وايي، د ننګرهار د سره رود او بهسودو ولسوالۍ ډېرې کرنيزې ځمکې د اوسېدو او سوداګريزو سيمو بدلې شوي او که کروندګرو ته پاملرنه ونه شي نو دا چاره به دوام پيدا کړي.

خو د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپی سره له دې چې د کروندګرو شکايت پر ځای ګڼي خو وايي، د کروندګرو حاصلات دومره نه دي چې ټول هيواد ته بسنه وکړي نو ځکه د ګمرکي تعرفو لوړوالی که د کروندګرو په ګټه هو وي نو د نورو خلکو پر زيان تمامېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ خودکفا نه يو که خود کفا شو او ټولو ولايتونو ته خپله سبزي ورکړای شو نو بيا به حتماً دغه ستونزه حلېږي اوس موږ په دې کار روان کړی چې څنګه خودکفا شو.))

د ننګرهار کروندګر وايي، سره له دې چې دغه ولايت ته ډېرې مرستې د کروندګرو او کرنې د پراختيا لپاره راغلي خو تر ډېره پر ځای نه دي لګول شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.