کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په برخه کې د سیګار د راپور هرکلی کوي او وايي، د ټاکنو په موخه د نړیوالې ټولنې مرستې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام دفتر له خوا لګول شوې خو کمېسیون ته یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) تېره سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) د ټاکنو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د ټاکنو لپاره مالي مرستې تخنیکي کارونو لپاره اغېزناکې نه وې او پر ځای د دې چې هغه مرستې په پنځو کلونو کې ولګول شي، یوازې د ټاکنو په بهیر کې لګول شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې کمېسیون د روڼتیا پلوي کوي او د ټاکنو په اړه د سیګار د وروستي راپور هرکلی کوي.
دا وايي، کومې مرستې چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان له ټاکنیز بهیر سره شوي، دا مرستې ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(UNDP) له ادرسه لګول شوې چې د مصرف مدیریت یې هم د یادې ادارو پر غاړه و.
نورستانۍ زیاتوي: "د دې مرستو یوه اندازه د نړیوالو کارکوونکو لپاره ځانګړې شوې وه چې د UNDP . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن