ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ّّلاریون کوونکي: که تښتول شوی ماشوم راخوشی نه شي، اعتراضونه به پراخ کړو

ّّلاریون کوونکي: که تښتول شوی ماشوم راخوشی نه شي، اعتراضونه به پراخ کړو

author avatar
7 Feb 2021 - 16:06
ّّلاریون کوونکي: که تښتول شوی ماشوم راخوشی نه شي، اعتراضونه به پراخ کړو
author avatar
7 Feb 2021 - 16:06

مزارشريف ( پژواک، ۱۹سلواغه ۹۹) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې سلګونه لاريون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د ښار مرکزي برخې دولتي ادارو ته ورغلې لارې بندې کړې وې.

دوی د هغه نهه کلن ماشوم د اختطاف په غبرګون کې لاريون پيل کړی، چې نږدې درې نيمې مياشتې وړاندې له مزارښار څخه تښتول شوی دى.

لاريون کوونکي ګواښ کوي، که حکومت يې تر درې ورځو پورې ماشوم راخلاص نه کړي؛ نو په ګڼو ولايتونو کې به اعتراضونه پيل کړي.

د تښتول شوي نهه کلن عبدالرووف پلار، محمد نبي پژواک ته وويل چې په تېرو درې نيمو مياشتو کې يې د هر چارواکي دروازه ټکولې؛ خو په وينا يې چې تر اوسه يې د زوی د پيدا کېدو قضيه کې پرمختګ نه دی شوی.

د هغه په وينا، حکومت ته تښتوونکي معلوم دي؛ خو په خبره يې چې د نيولو لپاره يې اقدام نه کوي.

محمد نبي وويل: (( حکومت ته ښه معلوم دي، چې زما زوی چا تښتولی؛ زه هم پوهيږم او اختطاف کوونکي مې چارواکو ته ور په ګوته کړي؛ خو نه پوهېږم چې دولت ولې اقدام نه کوي، دومره وايم چې تښتوونکي مزار کې يوه رهبر پورې تړاو لري)).

نوموړي زياته کړه، چې د يادې قضيې په تړاو طالبانو هم يو شمېر کسان نيولي دي.

د عبدالرووف پلار همدا راز اندېښنه وښوده، چې يو شمېر کسان د دغې قضيې د سياسي کولو په لټه کې دي.

هغه د حکومت له رهبرۍ وغوښتل، چې دغه قضيه کې د ترکمن قوم يو شمېر ټيکه دارانو ته باج ور نه کړي.

د افغانستان د ترکمنانو ټولنيزې شورا مشر کمال ګونش پژواک ته وويل، چې خلک نور زغم نه لري او که ياد ماشوم راخوشې نه شي؛ نو پر حکومت به بې باوري لا زياته شي.

هغه زياته کړه، که تر راتلونکو درې ورځو پورې ماشوم راخلاص نه شي؛ نو د هېواد په ګڼو ولايتونو کې به اعتراضونه پيل کړي.

نوموړي پر ولسمشر غني او لومړي مرستيال امرالله صالح غږ وکړ، چې له دوی سره کړې ژمنې دې عملي کړي.

د صمد حارث په نوم يوه بل لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې تښتول شوی ماشوم په مزارښار کې دننه ساتل کېږي.

هغه زياتوي، چې دوی په دې تړاو ټول اسناد حکومت ته ورکړي او هيله لري، چې ژر تر ژره دې ياد ماشوم راخوشې کړي.

نهه کلن عبدالروف درې نيمې مياشتې وړاندې له مزارشريف ښار څخه وتښتول شو.

د هغه له تښتول کېدو يوه مياشت وروسته يو شمېر معترضينو د بلخ ولايت مقام مخې ته خېمه ووهله چې لا هم ولاړه ده.

پژواک هڅه وکړه، چې د مزارښار د لاريون او د تښتول شوي عبدالروف د قضيې وروستي جزييات له بلخ ولايت مقام څخه تر لاسه کړي؛ خو په دې تړاو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

داپه داسى حال کې ده چې  د ولسمشر غني له ګواښ او د لومړي مرستيال صالح له ضرب الاجل درې اوونۍ تېريږي؛ خو لا هم په مزارشريف کې نهه کلن عبدالرووف د تښتوونکو له منګولو نه دی راخلاص شوی.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.