Language

دفاع وزارت: هلمند کې څلور ملکي وګړي د طالبانو له زندانه ازاد کړاى شول

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه څلور ملکي وګړي ازاد کړاى شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په ګرشک کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې څلور ملکي وګړي د طالبانو له زندان څخه ازاد کړاى شوي دي.

دغه راز هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياده موضوع تاييد کړې ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.