Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستانه ۵۰ ټنه وچه مېوه کاناډا ته صادره شوه

کابل(پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د هېواد د وچې مېوې لومړۍ ۵۰ ټنه محموله د ځمکې له لارې کاناډا ته صادره شوه او ټاکل شوې په ۴۰ ورځو کې یاد هېواد ته ورسېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري د کابل په بادام باغ فارم کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، «راز فوډ» خصوصي شرکت له کابل څخه د هېواد د وچې مېوې لومړۍ ۵۰ ټنه محموله کاناډا ته انتقالوي.

نوموړي زیاته کړه، دغه محموله له ازبکستان څخه ترکیې او له ترکیې څخه کاناډا ته صادرېږي.

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه چې دغه لړۍ به دوام وکړي، د هېواد صادراتي توکي به نوورو هېوادونو ته ولېږل شي او روان میلادي کال به د افغانستان د صادراتو لپاره ښه کال وي.

هغه وویل، تېر کال په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د هېواد ډېری کرنیز محصولات صادر نه شول، خو هڅې روانې دي چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره یاد توکي د مخکې ټاکل شوو موخو لپاره صادر شي.

نوموړي د هېواد خصوصي سکټور ته په خطاب کې وویل: ((تر ډېره د پروسس او بسته بندۍ په برخو کې کار وکړئ، چې په نړیوالو معیارونو برابر شي، حکومت به په دې برخه کې ستاسو همکاري وکړي.))

د هغه په خبره، افغان حکومت له منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او خلیجي هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي او د صادراتو لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید وویل، ټاکل شوې یاد شرکت په نږدې راتلونکي کې د افغانستان وچه مېوه استرالیا ته هم صادره کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، افغان ولسمشر هدف ټاکلی چې د هېواد د صادراتو کچه چې اوس تر ۵۰۰ میلیون ډالرو کمه ده په راتلونکو دوو کلونو کې تر دوو میلیارد ډالرو ډېره شي.

د رازفوډ شرکت مسوول عبدالستار غفاري په نننۍ ناسته کې وویل، په ۵۰ ټني محموله کې ۱۴ ډوله وچه مېوه شامله ده او له ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ډېر ارزښت لري.

د نوموړي په خبره، یاده محموله چې په درېیو ۲۰ فوټه کانټینرونو کې انتقالېږي شاوخوا ۲۰ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي او له ۳۵ تر ۴۰ ورځو به کاناډا ته ورسېږي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ځمکې له لارې یوازې امنیتي ستونزې موجودې دي چې حکومت باید ورته رسېدنه وکړي، خو له اقتصادي اړخه له دې لارې په ډېر کم لګښت موخې ته رسېږي.

غفاري زیاته کړه: ((دا چې افغانستان له کاناډا سره هوايي دهلېز نه لري د یو کیلوګرام صادراتي توکو لګښت شاوخوا اووه ډالر کېږي چې د ځمکې د لارې په پرتله ډېر ګران تمامېږي.))

د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې رییس حجت الله فضلي چې په نننۍ ناسته کې يې ګډون درلود هیله مندي څرګنده کړه چې روان میلادي کال به د افغانستان د صادراتو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان ټول صادراتي توکي په ځانګړې توګه وچه او تازه مېوه په نړیوالو بازارونو کې ښه شهرت لري او افغان سوداګر یې باید پر سټنډرډ کېدو ډېر کار وکړي، تر څو د ډېری نړیوالو بازارونو پام ځان ته واړوي.

ده وویل، په هغه صورت کې چې افغان سوداګر ډېرو مارکېټونو ته لاس رسی پیدا کړي د هېواد د صادراتو کچه به هم لوړه شي او حکومت به ټاکلي هدف ته ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.