جلال اباد (پژواک ۲۰ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د يو نظامي په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر پژواک اژانس ته د سلواغې په ۲۰مه وويل، نن ماسختن ۶ بجې او ۳۵ دقيقې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته څېرمه د سړک غاړې چاودنه شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې چاودنه کې يو ملکي وګړی ټپي شوی او درې نور ټپيان دي.
خو د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته دوه جسدونه او دوه ټپيان انتقال شوي دي.
هغه زياته کړه ټپيانو کې يو يې نظامي دی.
د چاودنې مسوليت چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP