ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت:ننګرهارکې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نيول شوى

کورنيو چارو وزارت:ننګرهارکې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نيول شوى

author avatar
8 Feb 2021 - 17:53
کورنيو چارو وزارت:ننګرهارکې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نيول شوى
author avatar
8 Feb 2021 - 17:53

جلال اباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار کې يې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نيولی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د سلواغې په ۲۰مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیول شوى دی.

هغه زياته کړې نيول شوي کس ننګرهار کې له طالبانو سره يوځای د وسله والو بريدونو او نورو فعاليتونو په پلان جوړولو کې همکاري کړې ده.

بلخوا د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر پژواک ته ويلي چې عمليات د کورنيو چارو وزارت د ۹۹۹ قطعې ځانګړو ځواکونو کړي، نيول شوی تن سيد کامران نومېږي چې دوه مياشتې وړاندې له سعودي عربستان څخه راغلی دی.

سرچينه وايي، له نيول شوي کس څخه مبايل، کامره او ځينې نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.