هرات ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ماین چاودنې د عامه ساتنې څلور سرتېري وژل شوي دي.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وایي چې نن سهار د هرات- اسلام کلا پر لویه لار د عامه ساتنې پولیسو پر یوه رینجر موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د هرات د والي په وینا چې په دې چاودنه کې د عامه ساتنې ځلور سرتېرې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
هغه وايي چې دغه ماین د طالبانو له له خوا ځای پر ځای شوی و.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي وویل چې له یادې پېښې یو ټپي د هرات حوزوي روغتون ته ور وړل شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د ماین چاودنې ډېرې شوې چې د دغو پېښو له امله ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن