ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز پخوانى امنيه قوماندان په بند محکوم شو

د کندوز پخوانى امنيه قوماندان په بند محکوم شو

author avatar
9 Feb 2021 - 18:38
د کندوز پخوانى امنيه قوماندان په بند محکوم شو
author avatar
9 Feb 2021 - 18:38

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د کندوز امنیه قوماندان له درېیو نورو کسانو سره له ۵ تر ۶ کلونو تنفیذي حبس او په ۲۰ میلیونو او ۷۶۳ زرو افغانیو نغدي جزا محکوم شول.

له لويې څارنوالۍ څخه د سلواغې په ٢١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په نننۍ علني غونډه کې د تورنو او مدافع وکیلانو په حضور کې، مل پاسوال عبدالباقي نورستانی چې پخوا د نورستان ولایت امنیه قوماندان او وروسته د کندوز امنیه قوماندان شو، پر ۵ کلونو او ۶ میاشتو تنفیذي حبس، د نورستان د امنیه قوماندانۍ د تأمیناتو مدیر سمونوال فضل احمد پر ۶ کلونو تنفیذي حبس، د نورستان امنیه قوماندانۍ د تعمیراتو آمر سمونمل میرزامحمد او هټیوال احمدشاه هر یو پر پنځو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس د اختلاس او د قوانینو د نه رعایتولو په تور په مجازاتو محکوم کړل.

سرچينې زياته کړې، د دغې غونډې قضايي پلاوي همداراز د تضمن په توګه د ۲۰ میلیونو او ۷۶۳ زره او ۴۳۲ افغانیو د نغدي جزا د ورکړې حکم هم پر تورنو صادر کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې قضايي غونډې پلاوي د عبدالله، حاجي محمد یونس، صاحب حاجي او محمد عیسي د برائت حکم ورکړ.

Views: 259

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.