ايبک (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): په سمنګان کې د ترافیکې پېښې له امله یو کس مړ شوی او د یوه سړي او دوو ښځو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارمن منیر رحیمي نن (د سلواغې ۲۱) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې ده.
هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ګړندی تګ وباله خو وایي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له بغلانه سمنګان ته پر لاره و، د ایبک ښار په اقمزار سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
د رحیمې په وینا، په دې پېښه کې موټر چلوونکی عبدالحفیظ چې د پروان اوسېدونکی دی، مړ شوی او د روزالدین په نوم یوه سړي او دوو ښځو په ګډون چې د ننګرهار اوسېدونکې دي، ټپیان شوي دي.
سرچینه ویلې چې د پېښې ټپیان د شهید ډاکتر اکرام الدین وکیل زاده ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کابل- مزارشریف پر لویه لار ترافیکي پېښې رامنځته شوې او مسوولین یې لامل د چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن