Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال مکنيزي: په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملياتو ته دوام ورکوو  

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکنيزي وايي چې په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او د دې ترڅنګ د ناټو روزنې له ماموريت سره هم همکاري کوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د منځني ختيځ انسټيټيوټ له خوا په يوه انلاين بحث کې  کړې دي.

هغه زياته کړې چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل مشروط دي او دوى د دوحې له تړونه وروسته د طالبانو کړنې ارزوي چې پر تړون يې عمل کړى که نه.

جنرال مکنيزي پر طالبانو تور پورې کړی چې د دوحې له تړون وروسته يې که څه هم پر امريکايي ځواکونو بريدونه نه دي کړي، خو نور تاوتريخوالى يې زيات کړى دى.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي چې دوى پر عامو خلکو او افغان ځواکونو د طالبانو بريدونه ارزوي.

ده زياته کړې: ((زه پوهېږم چې د نوي ولسمشر جو بايډن حکومت هم د تېر کال د دوحې پر تړون د ارزونې پرېکړه کړې ده.))

خو نوموړي ټينګار کړى چې افغان حکومت او طالبان بايد د افغان شخړې هواري لپاره پر سياسي هوکړې کار وکړي.

جنرال مکنيزي وايي چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې تګلاره تر کار لاندې ده او ډېر ژر به د راتلونکي په اړه يوه پرېکړه وشي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي او د دې ترڅنګ د ناټو د روزنې له ماموريت سره هم همکاري کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.