ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خورۍ ګل: سربېره پر دې چې حامله وم، خپل بډوډی مې وپلوره

خورۍ ګل: سربېره پر دې چې حامله وم، خپل بډوډی مې وپلوره

author avatar
10 Feb 2021 - 18:13
خورۍ ګل: سربېره پر دې چې حامله وم، خپل بډوډی مې وپلوره
author avatar
10 Feb 2021 - 18:13

هرات (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹): د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ په رېګرېشن سیمه کې ځيني داخلي ګډوال وايي چې د بېوزلۍ له امله لسګونه ځوانان، هلکان، ښځې او ان ماشومان اړ شوي چې خپل بډوډي وپلوري.

دغه بېځایه شوي چې د جګړې له امله له فاریاب او بادغیس ولایتونو د انجیل ولسوالۍ رېګرېشن سیمې ته بېځایه شوي وايي، بډوډي یې له ۲۸۰ تر ۳۵۰زره افغانیو پلورلي دي.

د دوی په خبره، ډېری هغه کسان چې بډوډي یې پلورلي، ځوانان، ښځې او یو شمېر ماشومان دي.

۲۸ کلنې خورۍ ګل وویل، په داسې حال کې چې حامله هم ده، بډوډی یې په ۲۹۰زره افغانۍ پلورلی دی.

نوموړې مېرمنې چې پر پښو معلوله ده زیاته کړه، د پښو د درملنې لپاره یې بډوډی پلورلی دی.

هغې حکومت پر نه پاملرنه تورن کړ او ویې ویل، تر اوسه له دوی سره هېڅ مرسته او توجه نه ده ورته شوې.

نوموړې وویل: ((که څه هم د ۲۰ ورځو حامله وم خو له مجبورۍ لاړم او خپل بډوډی مې وپلوره، په دې فکر کې نه وم چې زه یا ماشوم به مې مړه شو؛ ځکه چې مجبور وو، د خدای شکر دی اوس مې لور د دوو میاشتو ده، هم زه ژوندۍ یم هم مې لور.))

دغه راز ۲۵ کلنې بي بي ګل پژواک ته وویل، د څلورو ماشومانو د ژوند د تامین لپاره یې درې میاشتې مخکې خپل بډوډی په ۳۰۰زره افغانۍ پلورلی دی.

هغې زیاته کړه: ((زه څوک نه لرم، نه پلار لرم او نه مور چې ماته رسېدنه وکړي او ما د خپلو څلورو صغیرو ماشومانو لپاره خپل بډوډی خرڅ کړ.))

د عبدالظاهر او بهاءالدین په نوم دوه نور ځوانان د انجیل ولسوالۍ په رېګرېشن سیمه کې هغه بېځایه شوي کسان دي چې د کورنیو مصارفو لپاره یې خپل بډوډي د ۳۰۰ او ۳۸۰ زره افغانیو په بدل کې پلورلي دي.

دغه ځوانان وايي، اوس مهال چې د بډوډو له خرڅولو یې نهه میاشتې تېرې شوې یو بل بډوډي کې یې هم ډبره پیدا شوې او کار کوي.

بهاءالدین پژواک ته وویل: ((له نادارۍ او بدبختۍ یې خپل بډوډی په ۳۱۵زره افغانۍ وپلوره، پلار مې ناروغ و، د پلار لپاره مې بډوډی وپلوره، هغه هم مړ شو، اوس هم ډېرې اقتصادي ستونزې لرم.))

عبدالظاهر زیاته کړه: ((د مجبورۍ، احتیاجۍ له امله او د ولور پیسو پیدا کولو لپاره مې خپل بډوډی خرڅ کړ، پلار مې د زړه ناروغي لري د هغه لپاره مې بډوډی خرڅ کړ، اوس زه خپله ډېرې ستونزې لرم، یو بډوډي مې چې لاړ اوس مې په بل کې ډبره پیدا شوې، خپله نیم سړی شوی یم او د تېر په څېر کار نه شم کولای.))

جمیله او بازمحمد دوه نور هغه بېځایه شوي دي چې وايي، تېره اوونۍ مې په هرات ښار کې لقمان حکیم روغتون ته مراجعه وکړه چې بډوډي یې وپلوري او اوس د پلور په لېست کې ده.

د جمیلې او بازمحمد په څېر لسګونه نور ځوانان او تنکي ځوانان هم د هرات ښار په کډوالو کې شامل دي چې هڅه کوي بډودي یې وپلوري.

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ په رېګرېشن سیمه کې د بېځایه شوو استازي تاج محمد پژواک ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې د دې سیمې له ۲۰۰ ډېرو ځوانانو او تنکیو ځوانانو خپل بډوډي پلورلي او که دغه بهیر دوام وکړي تر راتلونکو څو میاشتو به په بېځایه شوو کې هېڅ داسې ځوان پاتې نه شي چې دوه بډوډي ولري.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي د بدن د غړو پلور ناقانونه وبلل او وویل، د بډوډو پېرېدونکو او پلورونکو ترمنځ له مخکې جوړجاړی کېږي او د هرات دوه روغتونونه لقمان حکیم او اریا افغان د روغتیايي معیارونو له مخي د بډوډي پیوند ترسره کوي.

د شېرزي په خبره، په تېرو دوو کلونو کې د یادو دوو روغتونونو د ډاکترانو له خوا د بډوډي د پیوند ۲۰۰ موارد په بریاليتوب ترسره شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند ټینګار وکړ چې عدلي او قضايي ارګانونو ته یې راپور ورکړی، که د بدن پر غړو سوداګري ترسره شوې وي له سرغړوونکو سره باید جدي چلند وشي.

نوموړي وویل: ((د انسان د بدن پر غړو سوداګري او معامله د طبابت په هېڅ ځای کې نشته، خو هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي په طی مراحل شوو اسنادو کې چې د دغه روغتون د مسوولانو د بډوډي پیوند ترسره کړی، موږ د بډوډو د پېر او پلور هېڅ ډول اسناد نه دي کتلي، دا هغه خبرې دي چې ښايي د هغو کسانو ترمنځ موجودې وي چې د دغه بهیر طی مراحل کوي، خو په دې تړاو مو هېڅ ډول سند ترلاسه نه کړ.))

په ورته وخت کې د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ولایت د هغو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو مسوولین چې د «بډوډو» په پلور کې ښکېل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولایت مقام د عامې روغتیا ریاست، څارنوالۍ، ملي امنیت، ګډوالو او طبي شورا د استازو ګډ پلاوي ته دنده ورکړې چې د قانون مطابق د بېوزلۍ له امله د بډوډو د پېر او پلور په اړه ترسره شوې ادعا وې وڅېړي او سرغړوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

خبرپاڼې زیاته کړې، د هرات والي سید عبدالوحید قتالي هم له ځینو هغو کسانو سره لیدلي چې ادعا کېږي بډوډي یې پلورلي او د یادو کسانو او د دوی د کورنیو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

د دې خپرپاڼې له مخې، ټاکل شوې په لومړي قدم کې یادو کورنیو ته بشردوستانه مرستې تدارک او ووېشل شي او وروسته یادو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې اقدام ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د هرات د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست ویلي و چې سږ کال د حکومت او بنسټونو مرستې تر ډېره له کرونا سره د مبارزې په برخه کې مصرف شوې او له بېځایه شوو سره ډېرې مرستې نه دي ترسره شوې.

Views: 554

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.