ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له مزار څخه د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه لاريون وشو

کندوز کې له مزار څخه د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه لاريون وشو

author avatar
11 Feb 2021 - 14:18
کندوز کې له مزار څخه د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه لاريون وشو
author avatar
11 Feb 2021 - 14:18

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٩): د کندوز ولايت سلګونو اوسېدونکو په بلخ ولايت کې د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه لاريون وکړ او د کندوز ښار- شيرخان بندر لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

دوی د هغه نهه کلن ماشوم (عبدالرووف) د اختطاف په غبرګون کې لاريون وکړ چې نږدې درې نيمې مياشتې وړاندې له مزار ښار څخه تښتول شوی دى.

دا په داسى حال کې ده چې د ولسمشر غني له ګواښ او د لومړي مرستيال صالح له ضرب الاجل درې اوونۍ تېرېږي خو لا هم په مزارشريف کې نهه کلن عبدالرووف د تښتوونکو له بنده نه دی راخلاص شوی.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا غړو، ځوانانو، د ترکمن قوم استازو او سلګونو نورو کسانو نن لاريون وکړ.

يوه لاريون کوونکي او د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې د ولسمشر او لومړي مرستيال له ژمنو سره سره تر اوسه عبدالروف د تښتوونکو په بند کې دى او نه دى خوشی شوى.

دى وايي: ((دلته نن سلګونو کسانو د ماشوم عبدالرووف د خلاصېدو لپاره لاريون کړى او د کندوز ښار- شېرخان بندر لويه لار يې د ترافيکو پرمخ تړلې ده.))

دغه راز په کندوز کې د ترکمن قوم يوه مشر حاجي نبي وويل، که هر څو ژر د عبدالروف د خلاصېدو لپاره اقدام ونه شي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې به ترکمنان پر لاريونونو لاس پورې کړي.

ده وويل: ((هر څو ژر بايد دغه ماشوم را خوشی شي، که دا کار ونه شي، په ټول هېواد کې لاريونونه کوو او لويې لارې تړو.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، که حکومت هر څو ژر دغه ماشوم راخلاص نه کړي، نو دوى به خپلو اعتراضونو ته پراختيا ورکړي.

د يادونې ده، له دې مخکې په بلخ ولايت کې هم څو ځلې د ماشوم عبدالروف د خلاصېدو په موخه لاريونونه شوي خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه درلوده.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.