ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “اپټا” سوداګريز تړون وغځول شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “اپټا” سوداګريز تړون وغځول شو

author avatar
11 Feb 2021 - 19:19
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “اپټا” سوداګريز تړون وغځول شو
author avatar
11 Feb 2021 - 19:19

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٩) : پاکستان وايي چې له افغانستان سره يې د اپټا سوداګريز تړون د درېيو نورو مياشتو لپاره غځولى دى.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د سلواغې په ٢٣مه په ټويټر کې ليکلي، چې د دغه هېواد کابينې دوه ورځې مخکې په يوه ځانګړې ناسته کې دا تړون غځولى دى.

سرچينې زياته کړې چې کابينې د درېيو نورو مياشتو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ سوداګرۍ تړون د غځولو پرېکړه وکړه.

د هغه په وينا، دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پراخې شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ سوداګرۍ د اپټا تړون په ٢٠١٠ زېږديز کال کې لاسليک شوى دى، خو افغان سوداګر تل شکايت کوي چې پاکستان پر دې تړون سم عمل نه کوي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دواړو هېوادونو اړونده چارواکي په دې تړون کې د اصلاحاتو رامنځته کولو هڅې کوي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د دې ستونزې د حل په موخه له پاکستان لوري سره هم خبرې وشوې او پاکستان ژمنه وکړه چې دغه ستونزه به ژر حل شي.

په دې سفر کې افغان او پاکستاني چارواکو په اپټا تړون کې د تاجکستان پر شاملولو هم موافقه کړې وه.

د افغانستان-تاجکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون (PATA) په اړه لومړنۍ غونډه تېره مياشت په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه تړون به په راتلونکو درېیو میاشتو کې لاسلیک شي.

Views: 367

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.