Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۹): د ننګرهار والي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۳۷ وسله والو طالبان وژل شوي، خو طالبان دعوه کوي چې په شېرزادو کې شل دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې له تېرې شپې راهيسې د دولتي ځواکونو هوايي بريدونو او کمينونو په پايله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او مړي یې په سيمه کې پاتې دي.

د خوږياڼو ولسوال محمد ايوب بهار هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه اوس په سيمه کې د وسله والو طالبانو د مړو په راټولولو بوخت دي.

دغه راز امرخېل وایي چې د شېرزاد ولسوالۍ اړوند سیمو کې هم شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په شېرزادو کې د شلو دولتي ځواکونو وژل کېدو ادعا کوي.

مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې طالبانو د شېرزادو ولسوالۍ په کندۍ سیمه کې د دولتي ځواکونو په عملیاتي قوه بریدونو کړي او په ترڅ کې یې له یادو ځواکونو شل کسان وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

خو د ننګرهار ولایت د رسنيو دفتر په شېرزادو کې د دولتي سرتېرو مرګ ژوبله ردوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.