مزار شريف (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩) : ناپېژاندو وسله والو کسانو د بلخ ولايت په مرکز مزار شر يف ښار کې يو قومي مشر وژلى دى.
د مزارښار د لسمې ناحيې اوسېدونکي وايي چې نن سهار يې يو قومي مشر پر ډزو وژل شوی دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمد بکتاش پژواک اژانس ته وويل چې د لسمې ناحيې د نصرت اباد سيمې کلانتر او قومي مشر حاجي شريف الله هغه مهال پر ډزو ووژل شو چې جومات کې د سهار له لمانځه ادا کولو وروسته د کور پر لور روان وو.
هغه زياته کړه ، نوموړی کلانتر د تومانچې په وسيله وژل شوی او قاتل هم له سيمې تښتېدلی دی.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پېښه تاييدوي او وايي چې قضيه کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره پوليسو هڅې پيل کړې دي.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن