کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۹) : په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی امیر خان یار له یوه بریده روغ وتلی، خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
له ارګ څخه د سلواغې په ۲۶مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا برید نن د کابل – جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني د دغه برید د سخت غندلو پرمهال ویلي، پر خدمتګارو او وطندوسته شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت دی او حکومت ته د زغملو وړ نه دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې له زور، ترور، وحشت او جنایت څخه چې د موجوده بحران حل لاره نه ده، لاس واخلي او په هیواد کې اوسنی جنګ سخت او اوږد نه کړي.
ولسمشر اشرف غني اړوندو ارګانونو ته د دغه برید د عاملینو د تعقیب او مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ، د وژل شوي ساتونکي کورنۍ ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
سرچینې وایي چې پر امیر خان یار دا برید د سروبي په تنګي کې شوی و.
Views: 699
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP