ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د يو شمېر ماشومانو خېټې د نامعلوم علت له امله پړسېدلې دي

هلمند کې د يو شمېر ماشومانو خېټې د نامعلوم علت له امله پړسېدلې دي

author avatar
15 Feb 2021 - 13:35
هلمند کې د يو شمېر ماشومانو خېټې د نامعلوم علت له امله پړسېدلې دي
author avatar
15 Feb 2021 - 13:35

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٩): د هلمند ولايتي روغتون ته د ماشومانو په ګډون لسګونه داسې ناروغان ور وړل شوي چې خېټې یې د نامعلوم علت له امله پړسېدلې دي.

د دغو کسانو له ډلې عبدالباري د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لور خېټه يې پړسېدلې او په مرکز لښکرګاه کې يې بُست ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه وړې ده.

هغه وايي: ((زه د موسى کلا اوسېدونکى يم، زموږ ولسوالۍ ته د ايران هېواد غنم راوړل شوي، هر څوک چې يې وخوري خېټه يې پړسېږي.))

دغه راز يو بل ناروغ لرونکي نورالله پژواک ته وويل چې خپل ناروغ زوی له باغران ولسوالۍ بست ولايتي روغتون ته راوړى دى.

دى هم وايي: ((د زوى خېټه مې سخته پړسېدلې ده، دا څو ورځې کېږي چې دوا ورکوي خو تر اوسه نه دى ښه شوى.))

په دې اړه د هلمند ولايتي روغتون رييس زلمي پښتون پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځې کې نږدې ٣٢ داسې ناروغان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې خېټې يې پړسېدلې دي.

ده وويل: ((دغه کسان چې ډېرى يې ماشومان دي، له باغران او موسى کلا نه راوړل شوي خو تر اوسه يې دقيق لامل نه دى معلوم چې ولې يې خېټې پړسېدلې دي.))

نوموړى وايي چې سمپل يې کابل ته لېږل شوى څو معلومه شي چې دغه ناروغي څنګه رامنځته شوې ده.

پښتون زياتوي چې له دې ناروغۍ تر اوسه څوک نه دي مړه شوي.

خو د هلمند د واشير ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې دوه کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

هغه وايي: ((خېټې يې پړسېدلې وې، يو ځوان و او بل يې ماشوم و، دواړه مړه شوي دي.))

د يادونې ده، په ٢٠٠٨ کال کې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې ٦١ کسان په ورته ناروغۍ اخته شوي وو.

Views: 616

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.