Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما: تېرو درې کلونو کې د افغانستان د مدني ټولنې او رسنيو ۶۵ کارکوونکي وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹) : د ملګرو ملتونو یوناما دفتر په خپل کلني راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او رسنیو ۶۵ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او د رسنیو د مسلکي کارکونکو د وژنو په اړه خپل کلنی راپور نن د سلواغې په ۲۷مه، خپور کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د تېر کال له سپټمبر را وروسته موده کې چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې، د بشري حقونو د مدافعینو او خبري رسنیو د مسلکي کارکوونکو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له خوا په خپاره شوي دې نوي راپور کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې چې د سولې خبرې اترې پیل شوي، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو بریدونو د مسوولیت له نه منلو سره یوځای دغه مخ پورته تلونکي بهیر، په خلکو کې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې د رسنیو او بشري حقونو فضا تنګه شوې او د رسنیو ډېرو کارکوونکو په خپلو کارونو کې له خود سانسورۍ کار اخیستی، خپلې دندې یې پرېیښي دي او د خپل خوندیتوب په هیله یې خپل کورونه او سیمې خوشې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یوشمېر مشهورو اشخاصو په ګډون، ډېروکسانو هېواد پرېیښی دی. دغو وژنو د ټولنې په کچه پراخ اغېز لرلی او همدارنګه د سولې د هڅو په تړاو یې هیلې کمې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي : “افغانان یوې غوړېدلې مدني فضا ته اړتیا لري او مستحق یې دي – یوه داسې ټولنه چې خلک په کې له وېرې پرته په ازاد ډول فکر وکولی شي، خپل نظر په ډاګه او ولیکلی شي.”

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې د یوناما مشره هم ده زیاته کړې: ” د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او متمدنې ټولنې لپاره مهم دی. په داسې وخت کې چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځ ته کېدو ټینګار کیږي، اړتیا ده چې تر بل هر وخت ډېر د بشري حقونو او رسنیو غږونه واورېدل شي نه دا چې خاموشه کړل شي.”

په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو د سکټورونو پر استازو بریدونه، کومه نوې موضوع نه ده، خو لکه چې په راپور کې مستند شوي د وژنو په ډول کې مشخص بدلون راغلی دی.

په دې وروستۍ څپه کې په قصدي او له وړاندې پلان شوي ډول د افرادو په نښه کول دي، چې د تېرو کلونو پر خلاف یې ترسره کوونکي ناپېژانده پاتې شوي دي.

یوناما ویلي، دغه وژنې په عمده ډول د وسله والو ډلو د برید ځای ته د اشخاصو د نږدې والي له امله وې، په ځانګړي ډول د داعش چې تعبیه شوي چاودېدونکي توکي کاروي.

په دې راپور کې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکوونکو وژل ثبت کړي چې په دې ډله کې ۳۲ د بشري حقونو د سکټور او ۳۳ تنه یې د رسنیو د برخې دي. له دوی څخه ۱۱ (۵ تنه د بشري حقونو مدافعین او ۶ تنه د رسنیوفعالین) یوازې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱مې د څلورو میاشتو په موده کې وژل شوي دي.

د یوناما راپور په ډاګه کوي چې د بشري حقونو مدافعین، ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي چې غواړي د افغانستان خلکو ته (د بشري حقونو او د بشردوستانه حقونو له نړیوال قانون څخه د سرغړونو په ګډون) د یولړ پراخو مسلو په اړه پروخت معلومات وړاندې کړي، ترډېره له ګواښونو، وېرونې، ځورونې، پلټنې او خپلسري توقیفونو سره مخامخ دي.

دغه راپور ټینګار کوي چې د دغه ډول وژنو او ډار په مخنیوي، د حساب کتاب په پیاوړي کولو او د معافیت د مخنیوي په برخه کې ټول اړخونه یو مهم رول لوبولی شي. د وژنو په تړاو تحقیقات باید په بې پرې، خپلواک، عاجل، اغېزمن، باوري او روښانه ډول ترسره شي. د شکمنو عاملینو محاکمه باید په مناسب ډول د عادلانه محاکمې د معیارونو پراساس ترسره شي.

یوناما ویلي، د رسنیو او مدني ټولنو د رول پر وړاندې د کارول شویو بیانونو، او یا د افشا کوونکو تهدیدول او یا یې په وړاندې ګام پورته کول او د ” هدفي لېستونو ” خپرول د دا ډول وضیعت له دوام سره مرسته کوي چې په هغه کې مدني فضا نوره هم تنګه او پرخلکو، په خاص ډول د بشري حقونو په مدافعینو او د رسنیو پرکارکوونکو ناوړه اغېزې پرېباسي.

په دې راپور کې ملګرو ملتونو د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ځانګړي خوندیتوب او امنیتي تدبیرونو په ګډون، د هغو بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالېستانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره چې د ګواښونو او د وېرې نورو ډولونو سره مخ شوي، یو کافي وقایوي کاري چوکاټ رامنځته کړي.

په دغه راپور کې له طالبانوغوښتل شوي چې د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالېستانو او د رسنیو کارکوونکو د وژنو پېښې په کلکه وغندل شي، د هغو قضیو تحقیق چېرته چی د طالبانو پرغړو باندې په قضیه کې د لاس درلودو ادعا شوې وي او د طالبانو د غړو چې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالېستانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د هدفي وژنې امر ورکړی او یا امر يې پلى کړی، حساب ورکولو ته اړایستل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.