Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره دې فورمې په قلم نه، بلکې په انلاین بڼه ډکې شي”

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د احصايې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي اداره وايي چې له راتلونکې اوونۍ وروسته په قلم ډکې شوې فورمې نه منل کېږي، متقاضايان دې د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره فورمې په انلاین بڼه ډکې کړي.

د احصایې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي ادارې له خوا د سلواغې په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر د چټکتیا او د غوښتونکو د وخت ضايع کېدو او سرګردانۍ د مخنیوي په ‌موخه د هېواد په ‌ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو غوښتنلیک خدمتونه انلاین بڼې ته اړولي دي.

سرچينې زياته کړې، د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې د شنبې له ورځې (د کب ٢مه) هغه غوښتنلیکونه چې د انلاین سیستم له‌ لارې ډک شوي وي، طی ‌مراحل کوي او په قلم ډک شوي غوښتنلیکونه له یا‌دې نېټې وروسته نه طی ‌مراحل کېږي.

سرچينې ويلي، د هېواد ټول اوسېدونکي او په ایران او عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانان په څلورېشت ساعته ډول کولای شي د https://nid.nsia.gov.af/ ويب‌پاڼې ته په ‌مراجعې کولو سره د الکترونیکي تذکرو فورمې په انلاین بڼه ډکې کړي، د دې تذکرو د وېش تر ټولو نږدې څانګه وټاکي او له هغه وروسته خپل غوښتنلیک په انلاین ډول ولېږي.

د احصايې ملي ادارې ويلي، له ‌دې وروسته د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو کارکوونکي له غوښتونکو سره د ټیلېفون له‌ لارې همغږي کوي او هغوی د بایومټریک او نورو پړاوونو طی‌مراحل په‌موخه د وېش څانګې ته ور غواړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د الکترونیکي تذکرو غوښتونکي که چېرې د انلاین فورمو  ډکولو کې له تخنیکي او یا نورو ستونزو سره مخ کېږي، کولای شي له ۴۵۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي او په ‌دې تړاو زموږ له همکارانو اړین معلومات ترلاسه کړي.

د ویلو ده، غوښتونکي د دغه سیستم پر مټ د خپلو غوښتنلیکونو د طی ‌مراحل پړاوونه په انلاین بڼه څارلی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.