کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د عراق په کردستان کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې توغندیز بريد شوی او يو شمېر قرارداديانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برېتانوي رسنۍ انډيپنډينټ د سلواغې په ٢٨مه خبر ورکړى چې دغه بريد د عراق په کردستان سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي اډې شوى چې له امله يې يو قراردادي وژل شوى او د يوه بهرني په ګډون پنځه قرارداديان او يو امريکايي سرتېرى ټپيان شوي دي.
په عراق کې د امريکا په مشرۍ د پوځي اتحاد خبرپاڼې له مخې، د نامعلومو وسله والو له خوا دغه بريد پرون شپه شوى دی.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د دغه بريد د غندلو ترڅنګ د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
هغه منلې ده چې په دغه بريد کې يو شمېر امريکايي قرارداديان ټپيان شوي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
له دې مخکې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړى و چې که په عراق کې پر امريکايي اډې بريد وشي، نو په ځواب کې به يې قوي بمبارۍ کېږي.
عراقي سرچينو ويلي، پر هغې پوځي اډې درې توغندي توغول شوي چې هلته له داعش سره د مبارزې لپاره امريکايي سرتېري مېشت دي.
د يادونې ده، په عراق کې د ٢٥٠٠ امريکايي سرتېرو په ګډون ٣٥٠٠ نړيوال سرتېري مېشت دي.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن