ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لويو لارو ۱۸۶ باج اخيستونکي پوليس له دندو ګوښه شوي

د لويو لارو ۱۸۶ باج اخيستونکي پوليس له دندو ګوښه شوي

author avatar
17 Feb 2021 - 21:11
د لويو لارو ۱۸۶ باج اخيستونکي پوليس له دندو ګوښه شوي
author avatar
17 Feb 2021 - 21:11

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩)  : د کورنيو چارو وزارت وايي چې پر لويو لارو د باج اخيستنې له امله ١٨٦ پوليس له دندو ګوښه شول.

د کورنيو چارو وزارت طارق ارين د سلواغې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت د ترانسپورتي ټولنو او موټر لرونکو هغه اندېښنې چې د لویو لارو پر مسير يې د باج اخیستنې له امله درلودې، تر دې دمخه يو لړ اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د دستور پر بنسټ، ۱۸۶ د پولیسو هغه پرسونل چې په اړه يې شکایتونه شوي وو، له خپلو دندو ګوښه او د پېژنتون فعال احتياط ته ور پېژندل شوي دي.

ارين وايي، د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي هم نن د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته يو ځل بیا په ټینګار سره لارښوونه وکړه، څو د لویو لارو په مسیر کې د اصلاحاتو د لا تقویې په پار له ترانسپورتي شرکتونو او ملي سوداګرو سره د همغږۍ ګډې غوندې ترسره کړي.  دى وايي، په همدې حال کې؛ د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو نن د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو د ترانسپورتي ټولنو مسوولینو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې هغه کسان به له خپلو دندو ګوښه شي، چې د لویو لارو پر مسیر په باج اخیستنې لاس پورې کوي.

طارق ارين وايي، هغه  هېوادوال چې پر لويو لاريو د پوليسو له سرغړونو سره مخ کېږي، د ١١٩ ځآنګړې شمېرې سره اړيکه  ونيسي.

د يادونې وړ ده چې ټرانسپورټرانو له تېرو دوو اونيو راهيسې په ټول هېواد کې د پوليسو لخوا د اخاذيو پر ضد کاربنديز کړى ، چې له امله يې د توکيو بيې هم لوړې شوې دي.

Views: 419

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.