کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩): په هندوستان کې يوه کانال ته د مسافرو بس موټر د لوېدو له امله ٤٢ کسان مړه شوي دي.
هندي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه د دغه هېواد د مدهياپرديش ايالت په سيدهي سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي مسوولينو رسنيو ته ويلي چې د سپرليو يو ډک بس موټر د يوه پول له سر څخه لاندې کانال ته لوېدلى چې له امله يې ٤٢ کسان مړه شوي دي.
د پولیسو په وینا، دغه موټر په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی و، د سيمې اوسېدونکي او مسوولين د مړو د راایستلو لپاره اړ شول چې د کانال اوبه بندې کړي.
د رویندر کمار چوهدري په نامه يوه ځايي مسوول خبریالانو ته ویلي چې په دغه بس کې د ۳۴ کسانو ځای و، خو چلوونکي په کې ٤٢ تنه سپاره کړي وو.
د هند د پولیسو رسمي شمېرې ښيي چې دغه هېواد د ترافیکي پېښو د مړینو لوړه کچه لري او هر کال په دغه هېواد کې څه د پاسه ۱۱۰ زره کسان په ترافیکي پېښو کې مړه کیږي.
د سړکونو خراب حالت، د مسافروړونکو وسایطو زوړوالی او د ترافیکي مقرراتو نه مراعت کول په هند کې د ترافیکي پېښو له عواملو څخه ګڼل کیږي.
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن