Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار ښار کې چاودنې ۱۴ ملکي وګړي ټپیان کړل

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹): د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند د پنجوايي دوه لارې په سیمه کې د ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړي ټپیان کړل.

پېښه نن ماښام شاوخوا اته بجې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د یوې نانوايي مخې ته په بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې د ماشومانو په ګډون یې ۱۴ تنه ټپیان کړل.

دی وايي، ټپیان د پولیسو په مرسته روغتون ته رسول شوي دي.

د کندهار ښار د میرویس روغتون نوکریوال ډاکټر پژواک اژانس ته وویل، چې د پېښې له ځایه څوارلس ټپیان وروړل شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.

نن غرمه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي وو.

بارکزی وايي، چاودنه نن غرمه د دې ولسوالۍ په بابرو سیمه کې پر دوو ملکي وګړو شوې وه چې دواړه ملکي وګړي یې ټپيان کړي چې د یوه پښې پرې شوي او بل لږ ټپي دی.

د ده په وینا، دغه ماینونه د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي خو وسله والو طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.