کندوز ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو په کندوز ولايت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه ٢٣ بندي امنیتي سرتېري او يو ملکي وګړى ازاد کړي دي.
د دغه وزارت له خوا د سلواغې په ٣٠مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو د کندوز اقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې يې د طالبانو له يوه زندانه ۲۴ کسان ازاد کړي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې په دغو ۲۴ کسانو کې ۲۳ امنیتي سرتېري او يو ملکي وګړى وو.
د يادونې ده، پرون ځانګړو ځواکونو په بغلان ولايت کې شاوخوا ٤٠ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړي وو، تر هغه مخکې يې په هلمند ولايت کې هم يو شمېر بنديان د طالبانو له زندانونو را خوشي کړي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن