Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غني: نه پرېږدو چې نوی نسل تېرې ترخې او بدې تجربې وويني

کابل(پژواک،۳۰سلواغه۹۹): ولسمشر غني وایي،په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره يوه ډيجيټلي طرحه په شدت ځکه پلې کېږي چې فساد يې د ضعف ټکی دی که مخنيوی يې ونه شي راتلونکى خرابوي.

دغه راز هغه وايي، اوس نړۍ دا مني چې ټول ځواکونه د جرمي شبکو او نړيوالو ترورونو په وړاندې مبارزه کې ونډه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني چې - نن کابل کې د ۲۰۲۰ کال د جنيوا کنفرانس د ژمنو تعقیب او پلي کولو يوه پروګرام ته خبرې کولې - وویل، هېواد کې يوه ډيجيټلي طرحه په شدت سره د پلې کېدو په حال کې ده چې له فساد سره د مبارزې ښه لار ده.

دی وايي:"فساد زموږ د ضعف نقطه ده، او که مخنيوی يې ونه شي راتلونکی مو خرابوي چې نور هېڅ د زغملو وړ نه دی."

ولسمشر زیاته کړه، له همدې امله له فساد سره د مبارزې لپاره د سیستم جوړونې او عدلیې او قضايي تعقیب له پلوه په چټکیا سره کار کوي.

هغه زیاتوي:"غریب مملکت يو، بې ځایه لګښتونو باید ودروو، عادي بودیجې هرڅومره چې ممکن وي راکمه دې شي او ځای دې انکشافي بوديجه ونيسي."

ولسمشر غني هېواد کې وروستیو وژنو ته په اشارې وویل، تاوتریخوالی سياسي حل نه دی بلکې سیاسي حل هر اړخيزه هوکړه غواړي چې په هغه کې د افغانستان خپلواکي، ولسواکي او ملي یووالی تثبیت او هر سړی، ښځه، ځوان او ماشوم په کې د دې خاورې څښتن ګڼل شوی وي.

اشرف غني وايي، حکومت د يوې دایمي او رښتينې سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې هڅه هم کوي خو تر کومې کچې چې تاوتریخوالی ډېر شوی، هغومره د جمهوریت حقانيت هم په ډېرېدو دی.

هغه زیاته کړه چې پر اصولو او يووالي راڅرخېدلو ته اړتیا ده، نه ناورین او وحشت ته؛ ځکه  يې ژمنه د قانون پلي کول دي او نه پرېږدي چې د افغانستان نوی نسل تېرې ترخې او بدې تجربې وويني.

د ولسمشر غني په وینا، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان خپلواکۍ ضامن نه دي، اوس نړۍ دا درک کوي چې دغه ځواکونه د جرمي شبکو او نړيوالو ترورونو په وړاندې مبارزه کې يوه کليدي ونډه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.