Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د ٢١٥ میوند قول اردو مسوولینو خپل یو سرتېری صحرايي محاکمه کړى

کندهار (پژواک، ٣٠ سلواغه ۹۹): په هلمند کې د ٢١٥ قول اردو مسوولینو خپل یو سرتېری صحرايي محاکمه کړی او وهلی یې دی.

یاد سرتېری بریدمل نورالرحمن نومېږي چې  اوسمهال د هلمند په ۲۱۵ میوند قول اردو کې دنده لري.

د دغه سرتېري کورنۍ په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت شورا ته عريضې هم کړې او د دې موضوع د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

پژواک اژانس د دغو عريضو کاپۍ هم ترلاسه کړې دي.

د بريدمل نورالرحمن تره ډاکتر عبدالرحیم رحيمي پژواک اژانس ته وویل، وراره يې له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې او له تېر يونیم کال راهیسې په هلمند کې د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو په روزنیز مرکز کې دنده ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۵مه پر هغه د بد اخلاقۍ او جنسي فعل تور پورې شو.

دی وايي، د روزنیز مرکز له خوا د موضوع څېړنې په موخه يو پلاوی ګومارل شوی و چې هغوی په دې اړه کوم شواهد او مدارک نه وو موندلي، خو بیا یې هم د عمومي نظم په موخه هغه ته درې ساعته انضباطي سزا ورکړې وه.

نوموړی ادعا کوي چې د همدغه رونیز مرکز بل کارمند بریدمل محمد حسن چې هغه مهال په رخصتۍ تللی و، د همدې میاشتې په ۲۳مه له رخصتۍ راګرځي او بیا ځلې دغه موضوع، پرته له دې چې د روزنیز مرکز قوماندان په جریان کې کړي، د قول اردو له قوماندان جنرال سميع سادات سره شريکوي.

ده وویل، د قول اردو قوماندان د دې پر ځای چې په دې اړه څېړنې وکړي او يا موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کړي، بريدمل نورالرحمن صحرايي محاکمه کوي.

رحیمي زیاته کړه: ((د ۲۱۵ قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات له بریدمل نورالرحمن څخه د ۲زره نورو سرتېرو پر وړاندې لومړی درېشي او پتلون باسي او تر هغه یې په کېبلونو وهي چې د کوما حالت ته ځي او وروسته یې د قول اردو روغتون ته لېږدوي.))

نوموړي د خپل وراره یو عکس هم له پژواک سره شریک کړ چې په کې د هغه پر بدن د وهلو نښې ښکاري.

دی وايي، د نوموړي روغتیا اوس هم ښه نه ده، خو د دوی لپاره دردوونکې دا ده چې لومړی یې د کورنۍ پر دغه غړي د جنسي فعل تور پورې شو او وروسته صحرايي محاکمه شو.

رحیمي د موضوع اړوند هغه عریضه هم شریکه کړه چې د ملي امنیت شورا ته یې لیکلې او لاندې په کې د پکتیا درېیو وکیلانو هم لاسلیک کړی دی.

هغوی د همدې عریضې له لارې له یاد ارګان څخه د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې او یادونه یې کړې ده چې دا عریضه یې د خپل وراره د برائت لپاره نه ده کړې، بلکې د دې لپاره یې کړې ده چې په راتلونکې کې نور سرتېري په ورته توګه په صحرايي توګه محاکمه نه شي.

د هغه په وينا، ، د دې پر ځای چې د وراره موضوع یې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا وڅېړل شي، صحرايي محاکمه کېږي.

رحيمي غوښتنه کوي چې د ۲۱۵ قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات او د روزنیز مرکز کارکوونکی بریدمل محمد حسن باید د همدغه جرم په تړاو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

په ورته توګه د بریدمل نورالرحمن پلار هم د موضوع په تړاو ولسمشرۍ ماڼۍ ته عریضه کړې او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

په دې عریضه کې د هغه له خولې راغلي، کله چې عدلي او قضايي ارګانونه موجود وي او قانون هر جرم ته سزا ټاکلې وي، نو بیا قوماندانان د دغسې طالباني محاکمو حق نه لري.

د نوموړي په خبره، دې موضوع د دوی د کورنۍ حیثیت زیانمن کړی او باید په بې پرې توګه وڅېړل شي او له قانونه سرغړوونکي مجازات شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې موضوع خبر نه دی، په اړه به یې معلومات وکړي.

پژواک د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو له قوماندان جنرال سمیع سادات سره اړیکه ونیوه خو ټيلېفون یې ياور ځواب کړ او ویې ویل چې قوماندان په ناوه کې په عملیاتو بوخت دی.

نوموړي پر ټینګار سربېره هم خپل نوم ونه ښود خو ویې ویل چې د موضوع څېړلو په موخه همدا نن پلاوی راغلی او څېړنې یې پيل کړې دي.

هغه پرته له دې چې د موضوع په تړاو نور معلومات وړاندې کړي، وویل، دلته هره ورځ سرتېري وژل کېږي، تاسې یې کله هم پوښتنه ونه کړه، خو اوس چې یو سرتېری ښايي یوه څپېړه وهل شوی وي، تاسې یې پوښتنه کوئ .

پژواک په دې اړه له ملي دفاع وزارت سره هم څو حلې اړيکه ونيوه، خو هغوى په دې اړه معلومات ورنه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.