Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرمنشي: ناټو او امريکا د افغانستان په اړه په ګډه پرېکړه کوي

کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٩) : د ناټو سرمنشي وايي چې ټولو متحدينو د افغانستان د راتلونکي په اړه سلا مشورې کړې دي، ناټو او امريکا به يې په اړه په ګډه پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پاى کې په يوه مجازي خبري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، نن به د دفاع وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه په ځانګړي بحث کې مهمې پرېکړې اعلان کړي.

د ناټو سرمنشي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دوحې په تړون کې له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستلو موضوع مشروطه وه.

ده زياته کړه : (( په افغانستان کې د ناټو شتون هم مشروط دى، طالبان بايد د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي، خو ناټو د سولې پروسې او د دوحې د تړون د پلي کولو ملاتړ کوي.))

هغه يو ځل بيا تکرار کړه چې ناټو به په مناسب وخت کې افغانستان پرېږدي

سټولټنبرګ وويل چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه او متحدين يو ځاى افغانستان ته تللي او يو ځاى به ترې وځي، خو د راتلونکي په اړه مشورې کوي.

ده زياته کړه، ناټو او امريکا به په ګډه پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي يو ځل بيا وويل چې طالبان بايد تاوتريخوالى کم او د القاعدې په ګډون له نړيوالو ترهګرو سره اړيکې پرې کړي.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل چې  مذاکرات د افغان شخړې د سوله ييز هواري لپاره يواځينۍ لاره ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.