دویم تعقیب/ کابل (پژواک ۳۰ سلواغه ۹۹): کورنیو چارو وزارت منلې چې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار له یوه بل کس سره یو ځای د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی او د دغه پوهنتون بل استاد ټپي دی.
کورنیو چارو وزارت ویلي، نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې او ۲۵ دقیقې د درېیمې ناحیې اړوند کابل پوهنتون پر سړک پر یوه کرولا موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
د سرچینې په حواله، په دې چادونه کې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي محمد عارف راسخ ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د معلوماتو له مخې، نن سهار شاوخوا اته بجې د لسمې ناحیې اړوند سرای جالي سیمه کې هم پر یوه رینجر موټر چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله نه لري.
په ورته وخت کې، ناپېژندو وسله والو نن سهار د کابل ښار د دویمې حوزې اړوند سیمه کې د امیري طبي کمپلېکس روغتون پر ډاکتر برید کړی او وژلی یې دی.
د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ په کابل ښار او بګرامیو ولسوالۍ کې درې امنیتي منسوبین وژل شوی وو.
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن