کندز(پژواک،د کب لومړۍ نېټه٩٩): په کندوز ولايت کې د شاعرانو، فر هنګيانو او چارواکو په ګډون د سولې او پخلاینې تر سرليک لاندې مشاعره ترسره شوه .
په دغې مشاعره کې چې تېر ماښام د کندوز په مرکز کې جوړه شوې وه د کندوز والي عبدالستار مېرزکوال، امنیه قوماندان مل پاسوال حق نواز حقیار، د یو شمېر ادارو رييسانو، ځوانانو، شاعرانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.
په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو د سولې، ثبات ټينګښت او پخلاینې په تړاو شعرونه ولوستل.
د مشاعرې په پای کې کندوز والي عبدالستار مېرزکوال وویل: ” ډېر خوښ شوم، زړه مې سکون پيدا کړ چې په داسې یوه شپه کې کندوزي ځوانان مخامخ ګورم چې په څېرو يې د خوښۍ نښې ښکاري، دا د ثبات لور ته د نږدې کېدو یو ګام دی خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هره برخه کې مو ملاتړکوم.”
د کندوز والي زياته کړه چې دوى د نظامي عملیاتو پلوي نه دي خو ټينګار يې وکړ چې طالب وسله وال دې د کندوز کړېدلي ولس د آرامه او سوکاله ژوند کولو په پار وسله پرځمکه کیږدي.
د مشاعرې په پای کې یو شمېر شاعرانو ته د ولایت مقام له خوا ډالۍ هم ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP