کابل (پژواک، ١کب ٩٩): د افغانستان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي.
دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال د کب په لومړۍ نېټه په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
هغه وايي : (( موږ او ناټو د یو مشترک تهدید پر وړاندې ګډه مبارزه کوو، دا مشترک تهدید دالقاعدې په شمول ټولې تروریستي ډلې دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري.))
هغه زياته کړې چې د دوحې تر تړون را وروسته طالبانو باید دا اړیکې قطع کړې وای، خو برعکس غځولې او پیاوړې شوې دي.
نوموړى وايي چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي.
بله خوا د امريکا دفاع وزير د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ناستې ته ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې له ديپلوماټيکو لارو د جګړې پاى ته رسولو ته ژمن دى او خپل سرتېري په بېړه له دغه هېواده نه وباسي.
د امريکا د فاع وزير لویډ استین د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ته ډاډ ورکړ چې دوى له افغانستانه خپل سرتېري په بېړه او بې نظمۍ نه وباسي.
هغه ويلي، امريکا په اوسنيو شرايطو له طالبانو سره د تړون د ارزونې په حال کې ده، ترڅو مشخصه شي چې ايا دواړه خواوې د شرايطو پايند دي که نه .
ده زياته کړې چې امريکا د افغانستان جګړې د پاى ته رسولو لپاره ديپلوماټيکو هڅو ته ژمن ده او په ټولو پړاونو کې به له خپلو متحدينو سره مشورې کوي.
د يادونې ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ انلاين غونډه تېره ورځ ناوخته له کومې څرګندې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن