جلال اباد (پژواک، ۱ کب ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، بهسودو ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والو يو پټنځای کشف کړی چې د دغې ډلې وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات يې ترې ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وايي، د بهسودو ولسوالۍ لسمې ويالې سيمه کې د پوليسو له لوري د داعشیانو په یوه کشف شوي کور باندې د عملياتو په ترڅ کې دوه ميله کلاشينکوفونه،يو ميل تومانچه، دوه حلقې ځای پر ځای شوي او ۶حلقې نور ماينونه، يوه کرولاموټر، يوه عراده زرنج ريکشا، ټيلېفونونه، د داعش بیرغونه، ۵جوړه د قطعه خاص يونيفورم، اسناد او نور توکي تر لاسه کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د ننګرهار مستوفيت ته څېرمه اېښودل شوي ماينونه له همدې کور څخه را لېږدول شوي وو.
والي وايي، د داعشیانو د دې کورنۍ دوه کسان بګرام کې بنديان دي، يوتن يې کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی او د بلال په نوم د جلب او جذب مسوول د نيولو هڅی جريان لري.
داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP