کابل (پژواک، ٢ کب ٩٩): د افغانستان د خونو فدراسیون اعلان کړی چې د ځمکني ترانسپورټ کاري اعتصاب چې څه باندې درې اوونۍ مخکې پیل شوی و، په پای ته رسېدو بار وړونکو موټرو بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
د راپورونو له مخې، د بار وړونکو موټرو چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو له تېرو ۲۴ ورځو راهیسې په ټول هېواد کې پر لویو لارو د غیر قانوني پیسو اخیستو غبرګون کې کاري اعتصاب وکړ او له حکومته غواړي چې غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي.
د افغانستان د خونو فدراسیون مسوولینو په هغه پیغام کې چې نن یې رسنیو ته لېږلی ویلي: ((له څه مودې راهیسې د ځمکني ترانسپورټ ټولنه له ترانسپورټ وزارت سره د ځمکني ترانسپورټي چارو د تنظیم په برخه کې اختلاف درلود. دغه موضوع په بندرونو کې د باري موټرو د تراکم او درېدو او په ټول هېواد کې د لومړنیو توکو بیو لوړېدو لامل شوي دی.))
سرچینې لیکلي، د افغانستان د خونو فدراسیون د هڅو په پایله کې دغه موضوع حل شوه او اوس بار وړونکو موټرو بېرته کار حرکت کړی او تمه ده چې دغه چاره د ټول هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیو ټیټېدو لامل شي.
د دغه پیغام په یوه برخه کې ویل شوي: ((له څه وخت راهیسې اعتراض کوونکو او د عبدالرووف په نوم د هغه ماشوم کورنۍ چې له تښتوونکو سره دی، د حیرتان او اقینې بندرونو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي چې له امله یې په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.))
د افغانستان د خونو فدراسیون مسوولینو په خبره، په دې اړه یې هم له بېلابېلو مراجعو او د عبدالرووف په نوم د ماشوم له کورنۍ سره دې موضوع ته د رسېدو، حیران او اقینې بندرونو د خلاصېدو اړوند خبرې کړې او یوې هیله بښونکې پایلې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ځمکني ترانسپورټ کاري اعتصاب او اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې له امله د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو په بازارونو کې د لومړنیو تولو او نفتو بیې د پام وړ لوړې شوې او دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP