Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک: د صرافانو شرکتي جواز اخیستو پروسه کې ټولې ستونزې هوارې شوې

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٩): د افغانستان بانک وايي چې د صرافانو شرکتي جواز اخیستو پروسه کې ټولې ستونزې هوارې شوې دي.

د افغانستان بانک له خوا د کب په ٣مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتو وړاندې کوونکو د حقوقي جوړښت بدلون د دوو مهمو اصولو په رڼا کې تر لاس لاندې نيول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه اصول د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې قوانینو او مقرراتو پلي کول چې د ملي شورا له خوا تصویب شوي او دویم  له نړیوالو شریکانو سره کړې ژمنې دي.

سرچينې زياته کړې، له انفرادي څخه شرکتي ته د صرافیو او پولي خدمتو وړاندې کوونکو د اوښتو بهیر یوه نوې پیل شوې پروسه نه ده، بلکې پلې کول یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیل شوي او وروستۍ موده یې ۲۰۲۰ زېږدیز کال و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې، په ځانګړې توګه له تېرو اتو میاشتو راهیسې په هرو دوو اوونیو کې د صرافانو ټولنې له رهبرۍ سره ناسته کړې او د دې ناستو په اوږدو کې د دوی ټولو ستونزو، پوښتنو او وړاندیزونو ته د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، له صرافانو د افغانستان بانک يوازېنۍ غوښتنه د شرکتي جواز اخیستل دي چې په ترلاسه کولو سره یې د هېواد قوانینو او مقرراتو پلي کولو او همدارنګه له نړیوالو شریکانو سره د خپلو کړو ژمنو عملي کولو کې پابند دي، بلکې په هېواد کې د سیستم جوړولو ته لبیک ويل دي چې له ګټو يې هم برخمن کېږي.

بانک ويلي، د صرافانو ټولنې رهبرۍ د هېواد له ولسمشر سره د یوې ناستې په ترڅ کې ژمنه کړې چې شرکتي جوازونه اخلي او له همدې کبله د رهبرۍ زیات شمېر غړو شرکتي جوازونه اخیستي دي.

د افغانستان بانک زياته کړې، په هغه صورت کې چې معترض صرافان او د پولي خدمتو وړاندې کوونکي په تخنیکي برخه او د شرکتي جواز اخیستلو په پروسه کې کومه ستونزه ولري، بانک حاضر دی څو له قانوني لارې د هغې د حل لپاره لاس په کار شي چې د همدې اصل له مخې د افغانستان بانک په دوو جلا ناستو کې چې يوه د جمهوري ریاست د دویم معاونیت د مقام تر ریاست لاندې او بله یې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې جوړه شوې وه ګډون کړی.

سرچينې ويلي، خو د صرافانو له ټولنې هيچا په دې ناستو کې ګډون نه دى کړی،  له همدې امله ویلای شي چې د صرافانو اعتراض تخنیکي بحث نه لري او د شرکتي جواز اخیستلو په پروسه کې ټولې ستونزې حل شوې دي.

د يادونې ده، په ټول هېواد کې صرافانو له تېرو دوو اوونيو راهيسې کاري اعتصاب پيل کړى، هغه د بانک له خوا پر وضع شوو نوو مقررو او او د صرافانو له خوا د انفرادي فعاليت پر بندېدو اعتراض کړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.