ګردېز (پژواک، ۳ کب ۹۹): د پکتيا د څمکنيو او جاني خېلو ولسواليو اوسېدونکي د يادو ولسواليو تر منځ د غځېدلي سړک له خراب حالته شکايت کوي او وايي چې له ژمنو سره سره هم د دغه سړک د جوړېدو عملي کار نه دی پيل شوی.
ياد سړک شاوخوا ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري چې څمکني او جاني خېل سره نښلوي.
د څمکنيو اوسېدونکی حاجي حبيب الله څمکنی وايي چې ډېر ځلې ورسره د دغه سړک جوړېدو ژمنې شوې او يو ځل يې د چارو پرانيسته هم شوې، خو په خبره يې، تر دې دمه د ياد سړک هېڅ عملي کار نه دی پيل شوی.
څمکني پژواک ته وويل: ((هر کال د دې وعدې کېږي چې سږ کال به دا سړک پخېږي، خلکو رشوتونه په کې واخيستل خو کار يې تر اوسه هېڅ نه دی شوی. زموږ کلکه غوښتنه دا ده چې غداري دې نه کېږي او د نوي کال په شروع کېدو دې د دې سړک کارونه هم شروع شي.))
د جاني خېلو اوسېدونکی او پر دې لويه لار ټکسي چلوونکی حضرت وايي چې د سړک خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د ناروغانو لېږدولو پر مهال يې ستونزې څو چنده کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((هفته کې خو مو يو وار موټر خرابېږي؛ ټولې کندې او جمپونه دي، د ټولو خلکو تګ راتګ يې مشکلاتو سره مخ کړی، څو واره داسې شوي چې مریضان روغتون ته له رسېدو مخکې په لاره کې مړه شوي، خو که دا لاره جوړه شي، د ۱۵ يا ۲۰ دقيقو لار ده.))
د څمکنيو اوسېدونکی حاجي باغدار وايي چې پر دغه سړک زرګونه خلک تګ راتګ کوي او زياتوي که سږ کال يې د جوړېدو کارونه پيل نه شي، نو اعتراضونه به پيل او د څمکنيو- ګردېز لويه لاره به وتړل شي.
باغدار وويل: ((د ګردونو له لاسه خلک تباه شول، کورونو کې طاقت نه کېږي، ټول مرضونه د دې له امله دي. بله خبره دا ده چې که دا سړک جوړ شي، د دې ټولې سيمې پر امنيت ښه تاثير کوي.))
د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د دغه سړک د چارو د ژر پيلېدو غوښتنه يې وکړه.
بل لور ته د پکتيا والي محمد حليم فدايي هم په دې برخه کې د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، پوره هڅه به وکړي چې په راتلونکي کال کې د ياد سړک جوړېدو عملي چارې پيل شي.
فدايي پژواک ته وويل: ((بودجه ورته منظوره شوې او ډيزاين يې په وزارت کې تر کار لاندې دی، قوي اراده شته او هڅه مو دا ده چې له تدارکاتي مسايلو وروسته يې عملاً په ساحه کې کار شروع شي.))
جاني خېل د ګردېز سوېل لوېديځ ته پر ډيورنډ فرضي کرښه پرته ولسوالي ده چې د نورو په نسبت په کې خورا کم پرمختيايي کارونه شوي چې يو لوی لامل يې د ورغځېدلي سړک خرابوالى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP